تعلیم پوهان وايي د هیواد تعلیمي نظام د عصري ضرورتونو سره سم نه دی
د خېبرپښتونخوا مردان تعلیمی بورډ لخوا په تعلیمی او امتحانی نظام کی د اصلاحاتو کولو لپاره شوې غونډې ته پوهانو او استاذانو وېلي د دوي تعلیمی نظام د عصري ضرورتونو سره برابر نه دی چې له وجې یې زیاتره طالب علمان د ډګرۍ یا تعلیمي سند وروسته د نوکرۍ او روزګار ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخ وي.