د خیبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د چرګانو بحران یا نشتوالۍ وروسته له هغې راغلی چې پنجاب د چرګانو په وړولو ضلعه بندي اعلان کړې. د دې بندېز له امله د چرګانو کاروبارونه په ټپه اودریدلي او دوکانداران وايی که دا بندیز ختم نه شي دوی د چرګانو کاروبار په پریښولو مجبور دي. تفصیل د عدنان بیټني په رپورټ کې
بلوچستان صوبه کې، د انتخاباتو نه ډېر وروستو، اوس هم کابینه نده جوړه شوې. میر سرفراز احمد بګټي د مارچ په دویمه د وزیر اعلی په توګه سوګند پورته کړ، د سېنېټ انتخاباتو پروسه بشپړه شوې او د بلوچستان ټول سېنېټران بې له مقابلې انتخاب شول. خو صوبایي کابینه ولې لا نده جوړه؟ د حمید سمسور رپوټ:
د ایران حملو ته د ځواب نه ورکولو د پاره په اسرایل نړیوال فشار سیوا کیږي خو ډیر اسرایلیان د حکومت نه د سخت ځوابي حملې غوښتنې کوي. په دې اړه توده بحثونه پیل شوي دي. د یروشلم نه د وي او ای د پاره د لېنډا ګریډسټېن رپورټ درته ارباب محمود علي وړاندی کوي.
دايران او اسرایل تر منځ شخړې په بلوچستان کې د ايرانې تيلو پرقیمتونو هم اثر اچولی او وﺭځ تر بلې يې قيمتونه لوړ ﺭوان دي. ځايي خلک وايي دا وخت ايران سره د بلوچستان پر هغه ټوله مرکزونو باندې تيل ﺭاوړل بند دي د کومو له لاﺭې چې پاکستانې چاﺭواکې د راوړولواجاﺯه وﺭکوي. نوﺭ حال د نعمت الله سرحدې په ﺭپوﺭټ کې
د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ په وايټ هاوس کې د عراق د وزیراعظم محمد شیاع السوداني سره وکتل او په دې یې خبرې وکړې چې څنګه کېدی شي په منځني ختیځ کې د شخړې د سېوا کېدو مخه ونیولی شي. په اسرایل باندې د ایران د حملې وروسته، دا فکرمندۍ زیاتې شوي چې هسې نه خطه کې یو لوی جنګ وشي.
روېټرز خبري اداره وايي د ایران او د اسرایل ترمنځه د تاو تریخوالي له امله د اېشیا د ونډو بازارونه غورځیدلی او د سرو زرو په بیعو کی اضافه شوې. اقتصادی پوهان وایي که جنګ اوږد شی نو دې سره به د تیلو ترسیل هم متاثره شي او د پاکستان معیشت ته به زیان ورسېږي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کی
اسرايل دعوا کړې چې د ايران لخوا ويشتل شوي ميزايلې او ډرون الوتکې يي ۹۹ سلنه راغورځولي خو ايران وايي چې دوي د فلسطين په مقبوضه سيمه کې د اسرايل پوځي اهداف ويشتلي.نور تفصيل د اشفاق مومند په غږ
د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکي وایی د پوليو وایرس له منځه وړلو مبارزه کې د يوپيک کميټې غړي مهم رول لوبوي. د يوپيک کميټې غړي د مهم وروسته هم د انکاري والدينو سره ليدل کتل کوي او د پوليو ضد څاڅکو اخستلو لپاره يې قانع کوي. نور تفصیل د صدام حسین خان په رپوټ کې:
د امریکا په کېليفورنیا ایالت کې د افغانانو یوې ټولنې اختریز ماښامی راجوړ کړی و، او دوی هیله لري چې د دغه رنګ پروګرامونو له لارې وکولي شي خپل دود دستور نوي کول ته انتقال کړي. په دي اړه نور تفصيل د ډيوه خبريال راشد خټک په دي رپورټ کي راکوي:
د امريکا مرستندويه ادارې يو اېس اې ايي ډي پروګرام لخوا په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو سيمو کې د پرمختيا تازه پروجې پېل شوي دي. په دې کې زياتره ترهګرۍ او سېلاب ځپلې سيمي دي. ځايې خلک وايي ورکړل شوو مرستو، د دوی مالي توان سېوا کړی دی. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې واورئ.
پاکستان کې د دوکاندارانو او وړو تاجرانو د ټېکس په داېره کې د راوستو او د هغوی نه د ټېکس ترلاسه کولو لپاره د محصولاتو مرکزى بورډ اېف بي آر د تاجر دوست په نامه يو سکيم معرفي کړی دی. دا سکيم څه دې او د دې په اړه تاجران او اقتصاد پوهان څه نظر لري، د ارشد حسېن رپوټ:
په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال غواړي چې د پاکستان حکومت دې دوی په زور نه ستنوي او دوی د ستنولو دپاره دې ځانګړي تګلاره جوړه کړي. دوی وايي په افغانستان کې يې روزګار او د کورونو جوړول مهم دي. نور تفصيل له کوټې حميد سمسور وړاندې کوي
نور کتل