پاکستان
د افغانستان او پاکستان په پوله نن د ډزو کومه پېښه نه ده شوې، خو حالات لا هم سم نه دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله باندې نن د ډزو يا ناامنۍ کومه پېښه نه ده شوې، خو د کورمې او پکتيا ترمنځ د خرلاچي، خوست او شمالي وزيرستان ترمنځ د غلام خان لارې نن په دويمه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ تړلې پرتې دي، په کورمه کې پولې ته څېرمه علاقو کې نن سکولونه هم بند وو، خلک وايي په ويره کې دي.
د ګل- دوشنبې په سهار د پاکستان له لوري په افغانستان کې د بمبارۍ او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه شوي وو، پاکستان په افغانستان کې بمباري کول او پر کابل واکمنو طالبانو د پولې په اوږدو (ډېورنډ کرښه) باندې په ځواب کې په پاکستاني سرحدي ځواکونو د بريدونو رسمي تاييد کړی وو.
پاکستان ويلي وو، خوست او پکتيکا کې یې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال په هدف کړي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د عامو وګړو کورونه بمبار کړي، اته تنه (شپږ ښځې او دوه ماشومان) یې وژلي وو.
بيا د افغانستان د لوري په پاکستاني ځواکونو بريدونو کې هم د مرګ ژوبلو خبرونه مخې ته راغلي خو دغه مرګ ژوبلې د دواړو خواو څخه په رسمي ډول نه دي تاييد کړل شوي.
د يادو پېښو وروسته د کورمې او شمالي وزيرستان د افغانستان سره د خرلاچي او غلام لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وې چې تراوسه تړلې پرتې دي.
د افغانستان د خوست او پکتيا سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، د بېګا راهسې په پوله کوم ډز نه دی شوی خو وایي حالات لا هم ترينګلي دي.
هغه وویل، د پولې دې غاړې او پورې غاړې د مشرانو ترمنځ د حالاتو سمولو دپاره خبرې روانې دي او دغه خبرې د کابل او اسلام اباد په کچه هم کيږي، دوی هيله لري چې حالات به زر سم شي.
د کورمې يو ځایي خبريال عدنان حیدر وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پرون د کورمې په پوله د دواړو خواو نه غټه وسله کارېدلې ده، او د دوی د معلوماتو ترمخه په کورمه کې څلور کسان ژوبل شوي هم دي.
هغه وويل، پرون پولې ته نزدې ګڼو خلکو د ویرې له امله کورونه پرېښودي، پاړه چينار او نورو نزدې سيمو کې د خپلوانو کره تللي او کډه شوي دي.
هغه زیاته کړه، که څه هم نن په پوله د ډزو کومه پېښه نه ده خو حالات سم نه دي خلک په ويره کې دي، سکولونه تړل شوي او عادي ژوند په ټپه ودرېدلی ښکاري، کاروباري هلې ځلې هم نه کیږي.
په کورمه کې د سوداګرو د اتحاديې مشر سيد مبين حسېن وايي، د پرون راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاچي د تګ راتګ پوله تړل شوې، تراوسه پورې بنده ده.
هغه وویل، د خرلاچي دواړو خواوو ته په لسګونو تجارتي ګاډي ودرېدلي، د افغانستان د لوري نه سکاره/کويله، او د دې خوا نه خوراکي توکي لېږل کيږي، که لاره بنده پاتې کیږي د دواړو خواو تجارو ته یې سخت تاوان اوړي.
پاکستان د پولې پورې غاړې بمبارۍ وروسته بيا هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه د تحریک طالبان پاکستان په اړه غوښتنې کړي، طالبانو د پاکستان تورونه او دعوې رد کړي او زياته کړې یې ده که پاکستان بل کوم اقدام ونه کړو، طالبان هم نوره جګړه نه غواړي.
امرېکا وایي، طالبان باید دا باوري کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو ملکونو ترهګر بریدونه ونشي
د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل ویلي، د رپورټ له مخې پاکستان د ځوابي کارروایۍ په توګه افغانستان کې هوایي بریدونه کړي دي.
هغه افغانستان کې په واکمنو طالبانو ټینګار کړی چې هغوي باید باوري کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هیوادونو بریدونه ونه شي.
په عین حال کې په افغانستان واکمنو طالبانو د پاکستان بریدونو ته خپل غبرګون کې دړکه کړې ده چې داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې قابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ویلي پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي اؤ حافظ ګل بهادر ډلې ځالې په نخښه کړي اؤ وایي دا عملیات یې په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي خو افغان طالبانو اؤ ټي ټي پي بیا د پاکستان دا دعوه رد کړې ده اؤ وایي پاکستاني الوتکو عام خلک په نخښه کړي دي.
افغان میډیا وایي د پاکستاني الوتکو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي اؤ دافغانستان په خاوره د پاکستان لخوا د ترسره شوؤ دې بریدونو په ضد په کندهار ولایت کې احتجاجي لاریون هم شوی دی.
د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال د امریکې د خارجه محمکې مرستیال ویاند ویدانټ پټیل وویل واشنګټن په کابل اؤ اسلام اباد ټینګارکوي چې د خپلو اختلافونو حل ولټوي اؤ افغانستان دې بیا د ترهګرو لپاره یوه خوندي ځاله جوړه نه شي.
ویاند ویلي افغانستان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې باید ملکي خلک زیانمن نه شي اؤ د دوه اړخیزه خبرو اترو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه امریکا د پاکستان سره پرله پسې په رابطه کې ده.
هغه وویل پاکستان د امریکې یو مهم شرکت دار دی اؤ دامریکې سفیر د پاکستاني مشرتابه سره لېدنو کې په یو شمیر مهمو معاملو،سیمه ییزه سلامتۍ ،شراکت دارۍ اؤ اقتصادي اصلاحاتو خبرې کړي.
تر دې وړاندې د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان-پیئر د ګل/دوشنبې په ورځ د وي او اې د خبریالې، انېټا پاول پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې امریکا په افغانستان باندې د پاکستاني جهازونو د حملو نه آګاهه ده، کوم چې پاکستان پخپل پوځي مرکز باندې د خالي ورځې د حملې په جواب کې کړې دي.
کېرین ژان-پيئر وویل: "مونږ ډېر خفه یو چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک مړه شوي او زخمیان شوي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د (پاکستان) د بمباریو له کبله اولسي خلک وژل شوي دي. مونږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو نه ترسره کېدل دې یقیني کړي. مونږ له پاکستانه غواړو چې زغم یا تحمل دې وکړي او دا دې یقیني کړي چې د هغو په ترهګرۍ ضد کاروایو کې اولسي خلکو ته نقصان ونه رسیږي."
د سپينې ماڼۍ ویاندې د پاکستان او افغان طالبانو وغوښتل چې د تشدد پرځای دې، د خبرو لاره خپله کړي. هغې زیاته کړه: "مونږ په دواړو اړخونو غږ کوو چې خپل هر قسمه اخلافات د خبرو اترو د لارې حل کړي. مونږ دا یقیني کولو ته چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو دپاره، چې وغواړي امریکا یا زمونږ نور اتحادیانو یا شریکانو ته زیان ورسوي، په پټنځای بدل نشي."
په افغانستان کې واکمنو طالبانو وویل چې د اتوار او ګل ورځو ترمنځ شپه کې، پاکستاني جهازونو د پکتیکا او خوست ولایتونو په دوو ولسوالیو بمبارۍ وکړې چې په کې ټولټال پنځه ښځې او درې ماشومان ووژل شول.
طالبانو د پاکستان دا حملې په کلکه وغندلې، او د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړ چې په انتقامي کاروايي کې یې د "ډیورنډ فرضي کرښې" په غاړه، د پاکستان پوځي مرکزونه په "درنو وسلو" په نښه کړي دي.
د افغانستان په خاوره له بریدونو څو ساعته وروسته پاکستاني چارواکي وویل چې ، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاړه چینار ضلعې کورمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې په کې د پاکستاني پوځ یو کپتان وژل شوی او دوه نور پوځیان ژوبل شوي دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست هم احضار کړی او هغه ته یې احتجاج لیک سپارلی.
د قمر جاوید باجوه اؤ فیض حمید خلاف د مقدمې درج کولو خواست عدالت کې اورېدنې لپاره مقرر شوی
اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د پخواني سرلښکر جنرال (ریټایرډ) قمر جاوید باجوه، د آي ایس آي د پخواني مشر جنرال (ریټایرډ) فیض حمید اؤ د دوؤ صحافیانو په ضد د افیشل سکرټ ایکټ یا د رازدارۍ د قانون څخه د سرغړونې د مقدمې درج کولو خواست د اورېدنې لپاره مقرر کړی دی.
د دغو لوړ پوړو پوځي افسرانو په ضد د مقدمې درج کولو خواست به په 25م مارچ اسلام اباد هایکورټ کې اوریدل کیږي چې پکې په هغوي د ریټایرمنټ نه وروسته د قانوني خنډانو د ماتولو اؤ بیلابیلو دستورو ته د ناسمو څرګندونو په کولو ایف آي ای کې د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې ده.
د مقدمې درج کولو په خواست اسلام اباد هایکورټ د پلټنو مرکزي ادارې ایف آي ای،جنرال باجوه اؤ جنرال فیض ته نوټسونه جاري کړي اؤ ددې ترڅنګ یې صحافي جاوید چوهدري،شاهد میتلا اؤ دپاکستان د برقي میډیا د څار ادارې پیمرا ته هم نوټسونه ورکړي دي.
د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په اسلام اباد هایکورټ کې دا خواست یو شهري عاطف علي دایر کړی چې پکې د پخوانیو پوځي مشرانو سیاست کې د کردار په حواله د رپورټ مخې ته په راتلو ددغو پخوانیو پوځي جرنیلانو اؤ دوؤ صحافیانو خلاف د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې ده.
عدالت ته په شوي خواست کې دریځ خپل کړی شوی دی چې د پوځ پخواني مشر قمر جاوید باجوه نه په غیر ذمه دارنه انداز کې انټرویو اخستل شوې ده اؤ صحافیانو جاوید چوهدري اؤ شاهد میتلا دغه مرکې خپرې کړي اؤ د غیر ذمه دارۍ څرکندونه یې کړې ده.
خواست کې دعوه شوې ده چې مرکه کې مخې ته راغلې خبرې د افیشل سکرټ ایکټ یا د رازدارۍ د قانون خلاف اؤ په خلکو کې د بغاوت اؤ انتشاد پیدا کولو په معنا دي.
په درخواست کې د عدالت نه غوښتنه شوې ده چې د پلټنو د مرکزي ادارې ایف آي ای مشر ته باید د دواړو پخوانیو جرنیلانو اؤ دواړو صحافیانو خلاف د مقدمې درج کولو امر وکړي.
ددې ترڅنګ خواست کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د میډیا د څار دولتي ادارې ته باید په یادو دواړو صحافیانو د بندیز لګولو امر هم وکړي.
ډاڼ ورځپاڼه وایي چې پخواني پوځی مشر جنرال قمر جاوید باجوه صحافیانو جاوید چوهدري اؤ شاهد متیلا سره خپلو مرکو د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک،د پوځ د اړیکو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند څرګندونې کړې وې اؤ خواست کوونکي ددغو څرګندونو نقلونه هم د خپل خواست سره عدالت کې جمع کړي دي.
ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو اسلام اباد یونایټیډ په دریم ځل د پي ایس ایل اتلولي وګټله
د پاکستان سپر لیګ د نهم سیزن فاینل سیالۍ کې ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو اسلام اباد یوناټیډ په دریم ځل د پي ایس ایل د اتلولۍ ویاړ ګټلی دی.
د ملتان سطانز لخوا ورکړل شوی د 160 منډو هدف د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان په وروستي بال ترلاسه کړو اؤ په دوؤ ویکټو یې فاینل سیالي وګټله.
د ګل یا دوشنبې په ورځ د کراچۍ نیشنل اسټیډیم کې د ترسره شوې دې مهمې سیالۍ ملتان سلطان وګټله اؤ پخپله یې وړومبی د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
ملتان سلطانز په ټاکلو 20 اوورونو 9 لوبغاړ په تاوان 159 منډې جوړې کړې چې تر ټولو زیاتې منډې پکې د عثمان خان 57 وې.
محمد رضوان 26 اؤ افتخار احمد په 20 بالونو 32 منډې وګړې ، د افتخار احمد په منډو کې درې شپږیزې اؤ درې څلوریزې هم شامل وې.
د اسلام اباد یونایټیډ عماد وسیم په 23 منډو ورکولو د ملتان سلطانز پینځه لوبغاړي وسوځول.
د ملتان سلطان د 160منډو د هدف په تعقیب کې په وړومبي سر کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبه مایوس کوونکې وه اؤ وړومبی لوبغاړی یې کولن منرو یې په 17 منډو په هغه مهال وسوځېدو چې دغه لوبډلې ټولې 26 منډې کړې وې.
تر هغې وروسته اغا سلمان په 10 اؤ شاداب خان په 4 منډو وسوځېدل.
مارټن ګپټل اؤ اعظم خان په ذمه دارانه توګه خپلې منډې په مخکې یوړې اؤ په ګډه یې 47 منډې وکړې خو مارټن ګپټل چې کله خپلې منډې 50 ته ورسولې نو وسوځېدو اؤ تر هغې ورسته اعظم خان هم د 30 منډو په جوړولو د اسامه میر په بال وسوځېدو.
په دې سیالۍ کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبغاړي هم یو په بل پسې سوځېدل اؤ لوبه یو سنسي خیز یا د وسوسې پړاؤ ته ننوتله خو د عماد وسیم اؤ نیسم شاه جارحانه بېټنګ د اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د اتلولۍ درشل ته نزدې کړه.
اسلام اباد یونایټیډ د اتوؤ لوبغاړو په تاوان د 160 منډو هدف په وروستي بال ترلاسه کړو اؤ ملتان سلطانز ته یې په دوؤ ویکټو د ماتې ورکولو سره د پاکستان سپر لیګ د نهم سیزن اتلولي وګټله.
تر دې وړاندې اسلام اباد یونایټیډ په کال 2016م اؤ بیا ورپسې په کال 2018م کې هم د پي ایس ایل اتلولي ګټلې وه.
په دې فاینل سیال کې عماد وسیم 19 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو نو ځکه د فاینل سیالۍ غوره لوبغاړی وګرځول شوی.
د پي ایس ایل د د غوره توپ وهونکي جایزه د ملتان سلطانز عثمان خان وګټله اؤ غوره باولر جایزه بیا د ملتان سطانز د اسامه میر په برخه ورسېده.
اعظم خان ته د ټورنامنټ د غوره وکټ کیپر اؤ شاداب ته خان د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.
امریکا د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو ته غبرګون وښود
په افغانستان باندې د پاکستاني ځواکونو د هوایي بمباریو او ورپسې د پاکستان په پوځي مرکزونو د افغان طالبانو د جوابي حملو نه پس، امریکا د تشدد دغو پېښو ته غبرګون ښودلی او د دواړو اړخونو یې غوښتي دي چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو د لارې حل کړي.
د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان-پیئر د ګل/دوشنبې په ورځ د وي او اې د خبریالې، انېټا پاول پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې امریکا په افغانستان باندې د پاکستاني جهازونو د حملو نه آګاهه ده، کوم چې پاکستان پخپل پوځي مرکز باندې د خالي ورځې د حملې په جواب کې کړې دي.
کېرین ژان-پيئر وویل: "مونږ ډېر خفه یو چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک مړه شوي او زخمیان شوي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله اولسي خلک وژل شوي دي. مونږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو نه ترسره کېدل دې یقیني کړي. مونږ له پاکستانه غواړو چې زغم یا تحمل دې وکړي او دا دې یقیني کړي چې د هغو په ترهګرۍ ضد کاروایو کې اولسي خلکو ته نقصان ونه رسیږي."
د سپينې ماڼۍ ویاندې د پاکستان او افغان طالبانو وغوښتل چې د تشدد پرځای دې، د خبرو لاره خپله کړي. هغې زیاته کړه: "مونږ په دواړو اړخونو غږ کوو چې خپل هر قسمه اخلافات د خبرو اترو د لارې حل کړي. مونږ دا یقیني کولو ته چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو دپاره، چې وغواړي امریکا یا زمونږ نور اتحادیانو یا شریکانو ته زیان ورسوي، په پټنځای بدل نشي."
په امریکا کې د وېلسن څېړنیز مرکز د جنوبي اېشیا د انسټیټوټ مشر مایکل کوګلمېن د پاکستان او افغانستان ترمنځ مخې ته راغلی اوسنی وضعیت، غیرمعمول بللی دی. کوګلمېن په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي دي:
"دا اول ځل ندی چې پاکستان په افغانستان کې دننه د ټي ټي پي په ضد عملیات ترسره کړي، مګر د دې ځل بمبارۍ د پیمانې په لحاظ، نسبتآ پراخه دي، او همدا راز د پاکستان او افغانستان دواړو اړخونو له لوري یې په عوامي طور تصدیق شوی او دا غیرمعمول دی. دا به [د حالاتو تناو] راکمول، سخت کړي."
په ملګرو ملتونو کې افغان استازي نصیر احمد فایق د پاکستان وروستۍ بمبارۍ د افغانستان د علاقائي سالمیت او د نړېوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې ده.
فایق، چې جمهوریت د دورې مامور پاته شوی او د طالبانو د رژیم استازیتوب نکوي، په اېکس پلېټفارم باندې لیکلي: "د افغانستان په خاورې باندې د پاکستاني پوځ بمبارۍ، په هره بهانه چې وي، د نړېوال قانون او د افغانستان د علاقائي سالمیت او خودمختارۍ ښکاره خلاف ورزي ده. مونږ دا اقدامات په کلکه غندو. د افغانو ښځو او ماشومانو وژل غیرقابل قبول دي او هېڅ قسمه امنیتي خطرې یې جواز نشي کېدلی."
په افغانستان کې واکمنو طالبانو وویل چې د اتوار او ګل ورځو ترمنځ شپه کې، پاکستاني جهازونو د پکتیکا او خوست ولایتونو په دوو ولسوالیو بمبارۍ وکړې چې په کې ټولټال پنځه ښځې او درې ماشومان ووژل شول.
طالبانو د پاکستان دا حملې په کلکه وغندلې، او د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړ چې په انتقامي کاروايي کې یې د "ډیورنډ فرضي کرښې" په غاړه، د پاکستان پوځي مرکزونه په "درنو وسلو" په نښه کړي دي.
پاړه چېنار ته نږدې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د شخړې او جګړې خبر هم ورکړی شوی دی.
په ټولنيزو رسنيو داسې پوسټونه شوي چې پاکستان د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه په نخښه کړي او پکتيکا کې د عبدالله شاه په نوم کمانډر کور ويشتل شوی دی.
ذبيح الله مجاهد ويلي، عبدالله شاه نومې کس په پاکستان کې دی او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم يو بيان او ويډيو خپره کړې ده، ټي ټي پي دعوه کړې "پاکستان د متاثرينو کورونه بمبار کړي څوک چې د څو کالو نه د پاکستاني ظلم څخه تنګ شوي او افغانستان ته کډه شوي وو".
په دې رپوټ کې ځیني معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي
Forum