سولېوان وویل، امریکا "مکمله توقع لري" چې په واشنګټن کې د خبرو اترو د ختمېدو وړاندې، اسرایل په رفح هېڅ قسمه برید ونه کړي.
د امریکا خارجه وزیر وویل چې د کرونا عالمي وبا پر مهال، غلطو معلوماتو په میلینونه خلک د وېکسین اخېستو نه راوګرځول چې "ځیني وختونه یې مرګوني نتایج لرل."
د وي او ای خبریال جېف سېلډن د قومي سلامتیا په موضوعاتو خبرنګاري کوي. د سېلډن نه علاوه په امریکايي شهریانو د روس په تازه بندیزونو کې یو شمېر نور خبریالان هم دي چې په کې د امریکايي اخبار واشنګټن پوسټ او د نیویارک ټایمز صحافیان هم شامل دي
اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي، په ليدنه کې د امريکې سفير د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د دوامداره د اصلاحاتو په برخه کې د مرستې او پاکستان کې د جمهوریت او ازاد مطبوعاتو د کليدي رول دپاره د امریکې د ملاتړ ويلي دي
سنېټر شومر چې د ډېرپخوا راهېسي د اسرایل اتحادي پاته شوی، وویل نېتنیاهو اسرایل په خطره کې اچوي چې په عالمي تعلقاتو کې د ټولو له نظره ولوېږي.
نور کتل
No media source currently available