لاس رسیدونکی لینک

blogs

Tuesday 17 October 2017

Calendar
2017 2016 2015 2014
January February March April May June July August September October November December
October 2017
Sun Mon Tue Wed Thu Fri Sat
1 2 3 4 5 6 7
8 9 10 11 12 13 14
15 16 17 18 19 20 21
22 23 24 25 26 27 28
29 30 31 1 2 3 4
ماهرین وايي ترهگرۍ او تندورۍ د خیبرپښتونخوا او فاټا د تعلیم نظام ته انتهايي زیات نقصان رسولی دی، سکولونه په بمونو تباه کړی شوي دي، سکولونو او استازانو ته دړکې ورکړی شوي

د حکومت نظر پوښتنه ښايي د سکول نه بهر په ماشومانو کې اکثریت د جینکو دی، یعنې د پنځه کاله عمر نه واخلې تر د ١٦ کلونو عم پورې ١٠ لکه جینکۍ سکولونو ته نه ځي. د سروی رپورټ ترمخه د ١٥ لکه نیمايي ماشومان د غربت او یا د مور او پلار د بې غورۍ له کبله سکول کې نه دي داخل شوي

د مور او پلار د توجه د نشت والي، غربت، سماجي رویو او نژدې د سکول د نشت والي له امله د خیبر پښتونخوا ١٥ لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي، دا خبرې د خیبر پښتونخوا د حکومت د بنیادي او ثانوي تعلیم په تازه سروی یا نظر پوښتنه کې شوي دي.

د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان وي او ای ډیوه ته ویلي په صوبه کې د سکول نه بهر د ١٥ لکه ماشومانو دا شمیره هڅې اندازه نه ده بلکې کور په کور د معلوماتو په بنیاد مخې ته راغلي ده.

د حکومت نظر پوښتنه ښايي د سکول نه بهر په ماشومانو کې اکثریت د جینکو دی، یعنې د پنځه کاله عمر نه واخلې تر د ١٦ کلونو عم پورې ١٠ لکه جینکۍ سکولونو ته نه ځي.

د سروی رپورټ ترمخه د ١٥ لکه نیمايي ماشومان د غربت او یا د مور او پلار د بې غورۍ له کبله سکول کې نه دي داخل شوي.

ماهرین وايي ترهگرۍ او تندورۍ د خیبرپښتونخوا او فاټا د تعلیم نظام ته انتهايي زیات نقصان رسولی دی، سکولونه په بمونو تباه کړی شوي دي، سکولونو او استازانو ته دړکې ورکړی شوي او یا پرې لکه د نوبل امن انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ او یا د پیښور د ارمي پبلک سکول په رنگ طالبانو حملې کړي دي.

د خیبرپښتونخوا د تعلیم د صورتحال په اړه نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې دلته اوریدی شئ

د صفر قيصه

وايي چې پخوا زمانه کې يو رياضي دان يا د حساب کتاب یو نامتو ساېنس دان وو چې د صفر نه واخله تر 9 پورې دغه ټولې هندسې يي لکه د خپلو بچو د ځان سره ساتلې وې

ساېنس دان به په دوي ډول ډول تجربې کولې يوه هندسه به يي بلې سره جمه کړه، په بله کې به يي ورله ضرب ورکړو او بيا به يي په یوه بله هندسه تقسيم کړو بيا به يي ترې بله منفي کړه او دغه تجربې به يي ټوله ورځ تر نيمې شپې کولې

ټولو هندسو به هم دغه ډول تجربو ته ښه په نره ملا تړلې وه۰

په دغه لسو هندسو کې يوه هندسه داسې وه چې هم به ورته خپل مالک درون نظر نه کوو او هم به ورپورې نورو ملګرو هندسو ملنډې کولې، دغه د صفر هندسه وه

وخت تېرېده خو د صفر د هندسې سره روان زياتی هم هغه شان روان وو

آخرچې د صفر د هندسې د صبر پېمانه ډکه شوه او خپلې پښتوورته د غېرت کرښه راښکله دشپې يي په زړه کې د دغې ناروا په ضد د عملي ګام پورته کولو کلکه اراده وکړه او چې د سبا سترګه راختله، صفرپه خړنۍ کې د هغه ځاې نه خپې سپکې کړې وې

سحر چې ساېنس دان لکه د نور کله په شان خپلې د رياضۍ تجربې پېل کړې نو هره تجربه به يي ناکامه کېده او چې هغه به ورته کوم حساب لګولی وو نتيجه به يي هغه نه راوتله،

د ډېرو هلو ځلو وروسته چې کار او نه شونو رياضي دان خپلې ټولې هندسې راوغوښتلې او ډېر په قهر يي ورته اوېل

"دا ګډوډي د څه ده؟ دا په تاسونن څه شړق پرېوتی دی چې يو ؟"

ټولې هندسې د خپل مالک وړاندې يرزړې ولاړې وې

اکثره هندسې پکې لا د صفر په بغاوت خبرې هم نه وې خو د 1 هندسه چې د صفر نزدې ګاونډۍ وه ووېل صاحبه تاسو ته پته نشته، دصفر هندسه بيګا خپل وطن ته تښتېدلې ده،

رياضي دان د 1' په دغه سرګندونه حق حېران شو

وس رياضي دان او ټولې هندسې چې د صفر سره به يي ظلمونه کول په خپل جرم پوهه شول او په دې نتيجه ورسېدل چې د صفر نه بغېرد دوي دنيا نيمګړې ده

رياضي دان خپلې ټولې هندسې په ګرده نړۍ خورې کړې چې په سمه او په غر د صفر ډونډ اولګۍ

د لوي کړاؤ وروسته آخرد پښتنو په سيمه کې يو زميدار د صفرد ځايي ځګي په اړه معلومات رابرسېره کړل

ټولې هندسې ورپسې د پښتونخوا مردان سره نزدې د بخشالي کلي ته په ننواتې ورغلې اوصفر يي پخلا کړو او ډېر په درانوي يي بېرته د ځان سره ملګرې کړو

هغه ورځ وه او نن ورځ،ګرده نړۍ د صفر په ارزښت خبره ده او ډېردرون نظر ورته کوي

ځکه خو پښتانه وايي:

" خس مې مه ګڼه په سترګه کې به دې پرېوزم"

نور کتل

XS
SM
MD
LG