د الېکشن کمېشن د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د سړیو په مقابله کې د ښځو د ووټونو د اندراج کچه لږه ده څيړونکي وايي لويه وجه يې ټولنيز بنديزونه او د ښځو د قامي شناختي کارډ جوړولو نشتوالی دی.
پېښور کې د تېرو څو ورځو راهسې د شپې موبايل انټرنېټ تړل کيږي کاروباريان وايي د انټرنېټ نشتوالي له وجې انلاین کاوبارونه خراب شوي دي او زدکونکي وايي د دوي زدکړې هم اغېزمنې شوي دي. حکومتي چارواکو لا هم د انترنټ بنديدو څه علت نه دې ښودلېږ تفصیل د ارشد مهمند په راپور کې.
پښتانه ملت پاله سیاستوال وايي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په کېدونکو بریدونو کې پښتانه ولسونه زیانمن کېږي د دوی په وینا دواړو هېوادونو ته د خبرو له لارې د مسلو د حل راويستل پکار دي. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې واورئ
په خیبر پښتونخوا کې یو عالت هغو دوو جینکو ته د مرګ او قید سزا اورولې چې تېر کال یې د مذهب د سپکاوي په تور خپله استاذه وژلې وه
د مومند ډېم د ځمکو مالکان په ډېم کې د نوکريو او د ځمکو د پیسو د نه مېلاويدو په سر احتجاج کړی دی دوی وايي د ډيم د جوړېدو په وخت ورسره د پرمختيايي کارونو ژمنې هم شوې وې، هغه هم سر ته نه دي رسېدلې.
احمد رسول بنګش وویل "اين ايچ پي ته چې ځو نو د نورلس سوه ده نوي تر کال دو زره دولسم پورې يو اعشاريه پينځه ټريلينا روپۍ جوړېږي، بيا د کال دوه زره دولسم نه تر اوسه پورې يو اعشاريه پينځه ټريلينا نورې جوړيږي، نو دا خبره درې ټريلينا جوړېږي، دا زمونږ د صوبې حق دې او دې نو صوبه يو قدم هم شاته نه ځي."
نور کتل