لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې بیا په صحت کارډ د ویړیا علاج لړۍ پېل شوه


د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د صحت کارډ پروګرام بيا بحال کړی دی اؤ د روژې د وړومبۍ ورځې نه په سرکاري روغتونو کې په صحت کارډ د ویړیا علاج لړۍ یو وارې بیا پېل شوې ده.

په تېرو اتلسو مياشتو کې د پېسو د نشتوالي له امله به کله په صحت کارډ د ویړیا علاج لړۍ روانه وه اؤ کله به بیا وتړل شوه .

په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت جوړیدو سره سم وزیراعلا علي امین ګنډا پور اعلان کړی ؤ چې د وړومبۍ روژې نه به ګرده صوبه کې یو وارې بیا په صحت کارډ د ویړیا علاج لړۍ پېلولی شي .

ناروغان په صحت کارډ د ویړیا علاج د لړۍ پیل کولو د حکومتي ګام ستاینه کوي خو د صحت محکمې پوهان وايي دې پروګرام کې به د درغليو مخه نيول وي.

حکومتي چارواکي وايي صحت کارډ پروګرام به د ځانګړي څار لاندې ساتي۔

د تور زيړي په رنځ اخته یو سپین ږیری شخض چې د ډېرې مودې راهسې يې علاج روان دی ډيوه ته وایي، اووه مياشتې وړاندې يې په صحت کارډ ويړېا علاج بند شوی او له هغې وروسته په قرض او يا کور کې د څاروو په خرڅ خپل علاج کوي۔

ددغه مریض ورور محمد عالم ډیوه ته وایي، "دا ټول غريب خلک دی دا کارډ د غريبې طبقې د پاره دی، يو سړی مزدورکار دی، پينځه شپږ سوه روپۍ وګټي نو په هغې به د اوړو،غوړو،چینو او د کور نور ضرورتونه پوره کوي اؤ که خپل علاج به پرې کوي"

دهغه په خبره " دياړي هره ورځ وي هم نه، ژوند ډير سخت شوی دی، او په داسې حال کې چې بيماري راشي نو بيا به د يو بل نه قرض پېسې راخلې"

په تېر نګران حکومت کې د فنډونو د نشتوالي له وجې دا پروګرام بند کړی شوی ؤ، د خېبر پښتو نخوا د صحت محکمې چارواکي وايي دا وخت ورسره د صحت په محکمه کې 207 اربه روپۍ بجټ ډی چې 88 اربه روپۍ پکې خرچ شوي دي.

د چارواکو په وېنا په صحت کارډ د 10 لکو روپو پورې هر هغه تن ويړېا علاج کولی شي چې د خېبر پښتونخوا شناختي کارډ لري.

په دې پروګرام په ميډيا کې وخت په وخت د بډو رشوتونو او غبن تورونه هم لګي.

د صحت محکمې کار پوهان وايي دې پروګرام سره په حکومت مالي بوج زيات شوی او د دې ترڅنګ په زياتره روغتونونو کې د پېسو په خاطر بيا غېر ضروري اپريشنې کیږي او دوايانې ورکړل کيږي۔

د ځوانانو ډاکټرانو د اتحادیې پخوانی مشر ډاکټر جاويد ستار وایي"ډاکټرانو ته وايم چې په دې مريضانو او حکومت باندې رحم وکړۍ، چې کوم تن د اپريشن قابل وي هغوي ته اپريشن کوئ، او چې چا ته ضرورت نه وي هغوي ته هسې اپریشنونه مه کوئ "

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د پېښور لويو روغتونونو کې د صحت کارډ له امله د اپريشنونو کچه ډيره لوړه شوې ده.

حکومتي چارواکي وايي دا ځل يې ځني غېر معياري روغتونونه د ويړيا علاج کولو د لسټ نه ويستلي دي، او د څار نظام يې لا نور سخت کړی دی.

مزدور کاره احسان الله په کور کې د علاج نه بغېر ناستی و اوس ويړيا علاج له روغتون ته راغلی دی، هغه ډیوه ته وایي د پېسو د نشتوالي له وجې ې د پختورګو یا ګردو علاج نه شو کولی خواوس يې علاج ويړېا روان دی.

"ما باندې به چې درد راغلو نو نزدې ډاکټر ته به يې بوتلم کوم لوي علاج مې نه شو کولی، زوي مې پينځه شپږ سوه روپۍ دياړي اخلي نو هغه ته به مو څنګه ويلی چې علاج ته پېسې راکړه ، اکثر به راسره خپلو خپلوانو مالي مرسته وکړه نو علاج له به هسپتال ته راغلو"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي په صوبه کې 118 سرکاري او غېر سرکاري داسې روغتونونه دې چې 32 ميلين نه زيات خلک پکې د لسو لاکو روپو پورې ويړيا علاج کولی شي۔

د چارواکو په وېنا دې کې ځنې داسې ناروغۍ دي چې د هغې علاج به فقط سرکاري روغتونونو کې په صحت کارډ ویړیا کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: روس سره د چین تعلق د بيجېنجنګ په ګټه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:09 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG