لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان سختو ګامونو افغان تجاران اؤ د طالبانو حکومت د ایران له لارې تجارت ته اړ کړي


د تېرې میاشتې په وروستیو کې په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د ايران د چابهار بندر په سويلي برخه کې د 35 ميلینه امريکايي ډالرو سرمايه ګزاري کړې ده. څيړونکي د طالبانو دا ګام د افغانستان د تجارت دپاره د نوو لارو د لټولو په معنا بولي.

څېړونکي وایي که څه هم ايران افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی خو په نړۍ کې د تجارتي او نورو بنديزونو د مخ دواړو حکومتونو تر منځ تجارتي او کاروباري اړيکو کې پراختیا ځکه د حيرانتيا خبره نه ده چې په وچه کې راګير افغانستان د نورې نړۍ سره د ايران د چابهار او بندرعباس د لارې خپلې تجارتي لارې لټولی شي۔

د پاکستان د سینیټ پخواني غړي مشاهد حسين سيد په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان د تجارانو يوې ډلي سره په کتنه کې ویلي، دا ړومبی ځل دی چې د ايران او افغانستان تر منځ خپلمنځي تجارت د پاکستان نه سېوا شوی دی.

د ښاغلي مشاهد حسین په وینا "زمونږ‎ د پولو د تړلو پالیسۍ ناسمې دي، که د ترھګرۍ کومه پېښه کېږ‎ي مونږ‎ د سزا په توګه پولې تړ‎و، دا بیخي غلطه دہ، دا په ړ‎ومبي وار شوي دي چې د ایران اؤ افغانستان تجارت د پاکستان او افغانستان د تجارت نه سیوا شوی دی هلتہ ھم ستونزې مخې ته راځي خو پولې نه تړل کیږي".

څيړونکي وایي د ايران اؤ افغانستان په پوله د ړومبي پروت کلي ميلاک نه د چابهار بندر افغانستان ته 970 کلوميټره لري پریوځي خو دا بحر هند ته د چابهار زاهدان او سرخ ريلوی لاين په لاره افغانستان ته لاس رسی ورکوي۔

څيړونکي زياتوي افغانستان اوس هم د تجارت دپاره د پاکستان لاره خوښوي خو دلته ورته په تجارت کې ډېري ستونزي دي۔

د نړیوالو اړیکو څېړونکی ډاکټر سرفراز خان ډیوه ته وایي، په کال 2011م کې پہ تورخم باندې د درې بلینه ډالرو کاروبار کیدو خو هغه نن یوازې 400 میلیونو ته راکوز شوی دی.

د ډاکټر سرفراز په خبره "افغانان وایي د ایران سرہ چې مونږ‎ کاروبار کوو یو تن زمونږ‎ تلاشي کوي او اسناد غواړ‎ي خو د پاکستان په بارډر مونږ‎ ته یوولس ایجنسۍ ولاړ‎ې وي"

تجارتي مشران بيا وایي يو افغاني تجار ته د پاکستان ويزې اخستو کې څلور مياشتي وخت ته اړتیا وي خو ايران دا کار بیا په دوو شوا روزو کې کوي او د پاکستان د ويزي شرطونه هم ډېر او سخت دي۔

د سرحد چيمبر کې د افغان کميټي مشر شاهد حسین وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي:

"وړومبی انشورنس ګارنټي وه ،اوس د بينک ګارنټي شوه ، یو تجار به يو لک ډالر په بینک کې ږدي ترڅو چې دا مال په سلامتيا سره په پوله باندي پوري وځي، پاکستان کې خلاص نه شي، کله چې د ټرانزټ ايس او پيز پوره شي نو بيا به هغه تاجر ته يو لک ډالر ستانه کړل شي".

نوموړی وایي د تجارانو لپاره دومره سخت شرایط ښیي چې مونږ د افغان ټرانزټ ټريډ په دې لاره باندي حوصله شکني کوؤ ځکه چې دومره سختي پاليسۍ ورته اېښودل شوي چې پوره کول یې د تجارانو له وسه بهر دي.

د کال 2011م راهسې د پاکستان او افغانستان په مابين کې د تجارت کچه مخ په ښکته روانه ده که څه هم افغانستان د خپل تجارت دپاره نوې لارې چارې لټوي خو د دې اغيزې د پولې دواړو غاړو ته په پرتو پښتنو کیږي.

د پېشور ايريا سټډي سنټر استاذ ډاکټر شفيع اپريدی وایي، افغانان د پاکستان په لاره تجارت کول غواړي خو دلته د تجارت مخې ته د پرتو خنډانو له امله یې له مجبوریته اوس ایران ته مخه کړې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "افغانان وایي د دوي د خوښې روټ دا یو دی چې باید پاکستاني روټ باندې مال راتلی او په دې باندې تېریدلی هم خو ھلته مالونه د ځنډ ښکار کیږي اؤ ددې له لاسه تجاران په تنګ وي نو ځکه هغوي اوس په لاره تجارت ته زړه نه ښه کوي"

په چابهار بندر کې د افغان طالبانو لخوا خوښي څرګندیدل په دې وروستيو کې د پاکستان سره د تورخم او چمن په ګډون په نورو تجارتي لارو رامنځته ته شوي کړيچ ته هم اشاره کوي.

پاکستان په دې لارو افغان ټرانسپوټرانو دپاره د ويزې او پاسپورټ شرطونه که څه هم تر31م مارچ پورې ځنډولي خو څېړونکي وایي زر ده چې دغه کشاله په ړومبي اپريل بيا سر راپورته کړي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG