لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان سیشن جج وسله والو تښتولی


File Photo
File Photo

پولیس چارواکي وایي د ترهګرۍ د څپې سره د مخ قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان سیشن جج شاکر الله مروت د ټانک سیمې نه ډیره اسماعیل خان ته د تګ په وخت نامعلومه وسله والو د وسلې په زور تښتولی دی.

د ډيره اسماعیل خان یو پولیس چارواکي ډي ایس پي حافظ محمد عدنان رسنیو ته ویلي چې سیشن شاکرالله مروت د ټانک اؤ ډيره اسماعیل خان په برید د پرتې سیمې بهګوال نه د خالي - شنبې په ورځ نامعلومه وسله والو تښتولی دی.

د پولیس دغه چارواکي ویلي چې وسله والو د سیشن جج ګاډی اؤ ډرایور په هغه ځای پریښي اؤ یوازې جج شاکر الله یې د ځان سره بوتلی دی.

د خېبر پښتونخوا صوبې وزیر اعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور د سیشن جج د تښتولو پېښه افسوسناکه بللې اؤ د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ته یې په حفاظت سره د هغه د راخلاصولو لپاره د اقدام کولو لارښوونه کړې ده.

پخپل یو بیان کې وزیر اعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې د جج د راخلاصولو لپاره دې د لاس لاندې د ټولو وسیلو نه په استفادې کولو بېړني ګامونه واخستل شي اؤ د هغه په حفاظت سره راخلاصول دې باوري کړل شي.

د پیپلز ګوند د اطلاعاتو مرکزي سکتر فیصل کریم کنډي د سیشن جج تښتونه یوه ناوړه پېښه بللې اؤ پخپل یو بیان کې یې له وزیراعلا علي امین ګنډا پور نه پوښتنه کړې چې هغه صوبه کې د امن د ټینګښټ په اړه ولې سنجیده نه دی؟

خو وزیراعلا علي امین ګنډا پور بیا ویلي چې د جج تښتولو کې ککړ کسان به د قانون له منګولو خلاص نه شي اؤ صوبایي حکومت به د نوموړي سیشن جج د راخلاصولو لپاره ټول ممکنه ګامونه اخلي.

په سمدستي توګه د سیشن جج شاکرالله مروت د تښتولو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو له کومې سیمې چې دغه جج تښتول شوی سرچینې وایي چې هلته د تحریک طالبان پاکستان وسله وال زیات فعال دي اؤ وخت نا وخت په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG