د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ د امریکا په انډیانا او کنټیکي ایالت کې بری ترلاسه کړی. ښاغلي ټرمپ په انډیانا کې ۱۱ او په کنټیکي کې ۸ الیکټورل وټوس ترلاسه کړي. د ډیموکریټ ګوند صدارتي کاندیدی هیلري کلنټن په ورمانټ ایالت کې درې الیکټورل وټونو ترلاسه کولو سره په دغه ایالت کې بری ترلاسه کړی.
د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ په ویسټ ورجینیا کې بری ترلاسه کړی.
د امریکا سي این این ټي وي اټکل کړی ډانلډ ټرمپ په دریو ایالتونو کې انتخابات ګټلي او په فلوریډا ایالت کې سخته مقابله روانه ده. دامریکا فلوریډا ایالت په صدراتي انتخاباتو کې ډیر مهم ګڼل کیږي.