لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې صدارتي انتخابات: نیغ په نېغه نتېجې

د اخري نتیجو راتلو پوری به تاسو د ایالتونو تازه حالات به ستاستو لپاره دلته وړاندې کوو.

ایسوسي ایټډ پریس ترمخه په اوهایوو ایالت کې د ریپبلکن ګوند سېنټر راب پورټمن خپله څوکۍ ګټلی. که څه هم دغه ګټه په امریکاېي سېنټ کې د ریپبلکن ګوند لپاره څه فاېده نه لري ځکه ریپبلکن ګوند د وړاندی نه په سېنټ کې ګنټرول یا زیاتې څوکۍ لري. خو ډیموکریټ ګوند په سېنټ کې د نورو سیټونو ګټلو هیله لري.

د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ جنوبي کیرولاینا او اوکلوهاما ګټلي.

میرمن کلنټن په واشنګټن دي سي، میري لینډ، نیوجرسي، ماسيچوسټ او ډیلویر کې بری موندلی.

ډانلډ ټرمپ په جنوبي کیرولاینا، الاباما، ټینېسي او اوکلوهاما کې ګټلې،

میرمن کلنټن په واشنګټن دي سي، میري لینډ، نیوجرسي، ماسي چیوسټ، ایلینوای، روډ اېیرلینډ، کنیټیکټ او ډیلویر کې ګټلې.

ایسوسي ایټډ پریس د اندازو تر مخه په فلوریډا ایالت کې د ریپبلکن ګوند مارکو روبیوبه یو واری بیا د سېنټ لپاره اوټاکل شي. د اوکلوهاما ایالت نه د ریپبلکن ګوند جیمز لینکفورډ او د کنیټیکټ ایالت نه ډیموکریټ ګوند رچرډ بلو مینتهال بیا خپلې څوکې ګټلي. په میري لینډ ایالت کې د ډیموکرټ ګوند کریس وین هولین د سینټ څوکې ګټلی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG