د پېښور یونیورسټي اف انجینیرېنګ اینډ ټکنالوجي زده کونکو د روباټ جنګي په زړه پورې مقابلې شوي زده کونکي د دغه ډول مقابلو هدف څه ښيي؟ دا تفصیل د سعدیه قاسم شا او هاشم علي په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په ګډون د ملک په زیاتو برخو کې د تیرو دریو ورځو راهیسې د طوفان او تیز باران له لاسه د خلکو ژوند، مال او فصلونو ته زیان رسېدلی
که څه هم اخترونو ته هر کس نوې جامې او پیزار اخلي خو ګرانۍ د ډېرو کورنیو لپاره د نویو جامو د اخېستلو وس کم کړی له ګرانۍ سره سره د اختر په دې ورځو کې په ګڼ شمېر خلک پېښور صدر بازار ته د سودا اخېستلو لپاره ورځي. سعدیه قاسم شاه او هاشم علي پرې یو راپور تیار کړی.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ښځو او اقلیتونو لپاره په مخصوصو چوکو د نمایندګۍ نه بغیر د اسمبلۍ ایوان نیمګړی دی. بل پلو دا وخت حکومتي او د حکومت مخالف ګوندونه په مخصوصو سیټونو دعوې کوي. په صوبايي اسمبلۍ کې د ښځو د سیټونو په سر د شخړې به څه اثرات وي؟ په دې اړه تفصیل سعدیه قاسم شاه وړاندې کوي.
د پاکستان د بشري حقونو تنظیم هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان د هیواد په درنګونو کې د کارکونکو خورايکښو په حالاتو اندېښنه ښودلې. ایچ آر سي پي په خپل یو تفصیلي رپوټ کې ویلي د نیمې نه زیات درنګونه غیر قانوني دي او د کارکوونکو حقونه په کې د پښو لاندې کیږي. تفصیل د مدثرشاه اوهاشم علي په راپور کې.
د خیبرپښتونخوا د کلیوالو سیمو ښځې او پېغلې وايي، دوی د خپل تولیدي صحت پورې تړلو مسلو په اړه له خپلې کورنۍ سره هم خبرې نه شي کولای ځینې دغه مېرمنې وايي، دوی د خپل میاشتني عادت په اړه هم له کورنۍ سره خبرې نشي کولی ځکه دا شرم بلل کېږي.
په خیبر مېډېکل کالج پېښور کې د کتابونو میله جوړه شوې خو اکثره زده کونکي وايي، د کتاب لوستلو شوق یې بلکل ختم شوی، دلیل یې څه دی؟ د اسلامی جمعیت طلباء نومی د ځوانانو تنظیم هر کال د خیبر فیسټ په نوم د کتابونو میله کوی او خیبر میډیکل کالج پيښور کې په وروستیو کې دا ۵۰ پنځوسمه کتابی میله وه.
څیړونکي: پښتانه ملت پال ګوندونه دې په ټاکنو کې د خپلې ناکامۍ په اړه یوه ژوره مطالعه وکړي دوی وايي دغو ګوندونو د حالاتو سمه ارزونه نه وه کړې او ځوانان یې له خپل کاروان سره نه وو یوځای کړي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې خلک د انتخاباتو له رانېږدې کېدو سره د خپلو کومو ستونزو یادونه کوي؟ د ډیوې خبریال مدثر شاه صوابۍ ته ورغلی او هلته پرې له خلکو سره غږېدلی. تفصیل په دې ویډیوي راپور کې.
په پاکستان کې د انتخاباتو په رانېږدې کېدو سره کاندیدانو خپلو کمپاینونو ته زور ورکړی او کور په کور ګرځي خو ځوانان به چاته رایه ورکوي؟ د ډیوې خبریاله سعدیه قاسم شاه له یو شمېر ځوانانو پوښتلي.
د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې ګډون کونکې ښځې امیدوارانې پیښور کې کور په کور کمپاین کوي له دوی څخه داسې امیدوارانې هم شته چې په لومړي ځل په انتخاباتو کې نېغ په نېغه په جنرل سیټ د مقابلې موقعه په لاس ورغلې ده.
د خیبر پښتونخوا چارسده ضلعه کې د انتخاباتو لپاره تیاری روان دی د ډیوې خبریالان مدثر شاه او هاشم علي چارسدې ته ورغلي او له هاغه ځایه حال شریکوي.
څېړونکي وايي 60 فیصده د ځوان کول ووټران زیات تعلیم یافته دي او د ووټ ورکولو په وخت به لکه د تعلیم، صحت، روزګار او د امنیت په شان اهم موضوعات به په نظر کې ساتي
د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس ترمخې تیره هفته هیواد کې د ګرانۍ شرحه 1.16 فیصده وه چې ورسره روان کال کې ګراني 42.68 فیصد ته ورسیده دوکانداران او خریداران دواړه وايي د خوراکي شيانو په بیعو کې زیاتوالی له ستونزو سره مخامخ کړي دي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د ملګرو ملتونو یونیسکو ادارې د مسلمانانو روژه ماتی د کلتوري ورثو په لړ کې شامل کړی دی. پوهان وایي روژه ماتی د پښتنو په کلتور کې هم مهم ځای لري او په پښتو ادب کې هم د روژه ماتي ذکر په اکثرو ځایونو کې شوی. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د شهید بینظیر بټو پوهنتون شرینګل څه زده کونکي د موسیقۍ، سندرو او ټپو ويلو شوق لري او اکثر چې کلاس يې ختم شی نو سندرې او ټپې یو بل ته اوروي
د صحت کارپوهان وایي د خېبرپښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې د ډیپتیریا یا خناق رنځ خور شوی چې لویه وجه یې ماشومانو ته د حفاظتي ټیکو نه لګول دي. په دې اړه نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
د تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان د پوځ او پولیسو پرضد وسلوال بریدونه زیات شوي خو څېړونکي وايي، د مخنوي لپاره یې کومه واضحه حکومتي تګلاره نه شته. تېره شپه د خیبر په تيرا کې هم برید شوی. تفصیل د مدثر شاه او هاشم علي په راپور کې.
نور کتل