په پاکستان کی د پېټرولو او ډیزلو بیعې په ځای ساتل شوي او د خاورو تیل او لایټ ډیزل د ليټر په سر درې روپۍ ارزان کړای شوي دي اقتصاد پوهان وایی په منځني ختیځ کی د اسراییل او حماس د روانې جګړی له امله د خامو تیلو په قیمتونو کی د اضافې امکان شته چې له کبله يې پاکستان دپاره اقتصادي مشکلات پیدا کېدلی شي.
په پاکستان کې د ډالر د بیې د زیاتوالی او نړیوال مارکیټ کی د قیمتونو د زیاتېدو وروسته په پاکستانی مارکیټ کی د سرو زرو بیعې زیاتې شوي. زرګران وايي، مخکې د روپۍ د قدر له زیاتوالي سره د یوې تولې سرو زرو بیه له دوه لکه روپیو نه کمه شوې وه خو دا مهال د سرو زرو د یوې تولې بیه دوه لکه او ۲۳ زره روپۍ ده.
په خیبر پښتونخوا کې نن په دویمه ورځ د سي اين جي مرکزونه بند وو چې له امله يې اکثره د وړو او کاروباري ګاډو چلونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو د سي این جي اتحادیه وایی، حکومت د ګیس بیعی 193فیصده ګرانې کړي نو په دی حالاتو کې کاروبار څنګه وچلوي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کی
په پاکستان کی د موټرو جوړونکو کمپنو اتحادیه وایي د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ګاډو خرڅلاو 43 فیصد کم شوی دوی زیاتوي، د ملک دننه د موټرو لویو کمپنو تولید یا پیداوار هم بند کړی دی.
د پاکستان حکومت د شماریاتو اداره وایي، د روان مالي کال په اګست کې صنعتی پیداوار 2.5 فیصده زیات شوی دوی وايي، په تېر مالي کال کې صنعتي پېداوار 10.26 کم شوی و.
پاکستان د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره پور اخېستی پاکستان د اقتصاد وزارت تر مخه د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو پاکستان ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره قرض اخېستی چې پکې د ايي اېم ایف ۱.۲ اربه او د عرب اماراتو ۱ ارب ډالره قرض نه دی شامل.
سوداګر وايي، په نړیوال مارکېټ کی د تېلو د بیو له کموالي وروسته په پاکستان کی هم د تېلو او خوراکي توکو بیی راکمې شوي پوهان امکان څرګندوي چې په راتلونکو 15 ورځو کې ښايي د تېلو بیې نورې هم کمې شي.
د بلومبرګ خبري ادارې اټکل کړی چې په پاکستان کې به په روان مالي کال کې اقتصادي وده ۲.۴ او ګراني ۲۸ فیصده وي خو د پاکستان حکومت د مالی کال 2024 د پاره د پرمختیا شرح 3.5% ټاکلې. پوهان وایې په ملک کی د ګرانی، د روپی د قدر د کموالي او سود د زیاتی شرح له امله مجموعی قامی امدن متاثره کیږی.
د اسرایلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو نه وروسته د اسیایې هیوادونو د ونډو بازارونه غورځیدلي په نړیوال مارکیټ کی د خامو تیلو د یو بېرل بیه د 80 او د 82 نه 86 ډالر ته رسېدلې ده.
د پاکستان د بجلۍ د څار ادارې د چین د بجلۍ پېدا کوونکو شخصي ادارو ته د امریکې مرکزي بانډونو د سود شرحې پر بنیاد د قرضونو ورکولو منظوري ورکړې خو قرض ورکوونکي چینایي کمرشل بېنکونه او ادارې وایي هغوی ته د چین د حکومت اجازه نشته چې په دې بحث وکړي. تفصیل د ریاض حسین او عثمان خان په رپوټ کې:
د پاکستان مرکزي بېنک: د سود د زياتې شرحې په وجه کاروباريان قرضې نه اخلي، 80% قرضې حکومت اخېستي په پاکستان کې د سود شرح په 22% په ځای ساتل شوې خو سوداګر وايي نه يواځې دا شرح اوس هم ډېره لوړه ده بلکې ګراني ورسره مل ده نو نزدې 70% کاروبارونه يې تر ډېره ټکڼي کړي او بېروزګاري يې زياته کړې ده.
په مردان کې د پراختیايي اهدافو د پوره کولو او تلپاتې مثبتو اغېزو په برخه کې د ولس د پوهاوي په اړه غونډه شوې
د پښتو ژبې د نومیالي شاعر او لیکوال ډاکټر اسرار اسرار د ادبي هلو ځلو د ستاینې لپاره غونډه شوې په مردان پرېس کلب کې په دې جوړې شوې ادبي غونډه کې د ډاکټر اسرار د خوږې شاعرۍ ستاینه شوې او ګډونوالو هغه ته د احترام پېرزوینې وړاندې کړي او ویل یې چې د هغه کار به تل ځلېږي. تفصيل د رياض حسين په رپوټ کې
د پښتونخوا نه چې څوک بهر هېوادونو ته تګ کوي نو د سفر د پاره په مارکيټ کې ډالر نه مومي بهر هیوادونو ته تلونکي پښتانه وایي د پښتونخوا د صرافۍ په بازارنو کی ډالر په سرکاري نرخ نه مومي.
کاروباریان وایې په پاکستان کی د بجلۍ له ګرانۍ وروسته د سولر پینلو غوښتنه 80% زیاته شوې او نرخونو یې هم زیات شوي ځايي اوسیدونکي وایې د بجلی د ګرانی او زیاتو نرخونو وروسته هڅه کوي د بجلی ترلاسه کولو د پاره خپلې سولرې ولګوي او د پیسو بچت وکړي. تفصیل د ریاض حسین په رپورټ کې
نور کتل