د میانمار مشرې اون سان سوچي د سې شنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې له بنګدیش سره به داسې یوې موافقې ته سره ورسیږي چې په ترڅ کې به یې بنګدیش ته د روهینګا ګډه شوي مسلمانان بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
تر شپږو لکو زیات د روهینګا مسلمانان د اګست له ۲۵ نیټې څخه د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند له امله دې ته مجبوره شول چې له خپلو سیمو کډه وکړي.
هغې وویل ګاونډي هېوادونه پدې باندې کار کوي چې د روهینګا کډه شوي مسلمانان په خوندي توګه بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.
----------
جنوبي کوریا او جاپان د امریکا د هغه دریځ هرکلی کړی چې وايي د شمالي کوریا حکومت به د ترهګرو د ملاتړ کونکو هېوادونو په ډله کې شامل کړي ترڅو پدغه حکومت باندې سیاسي فشار نور هم زیات شي.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه دریځ څخه څرګندیږي چې دا به د شمالي کوریا د بې اټومي کولو په لاره کې د نړیوالې ټولنې یوه ګډه پریکړه وي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ له سپنې ماڼۍ څخه وویل چې دا کار باید ډیر مخکې شوی وی.
ټرمپ د پیانګ یانګ حکومت د وژونکي حکومت په نامه یاد کړ.
د شمالي کوریا په اړه د ټرمپ دغه نوی دریځ به د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا اعلان شي.
تر اوسه پورې د ترهګرو د ملاتړ کونکو هېوادونو په لست کې یواځې ایران، سوریه او سوډان هېوادونه دي.
--------
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د سوریې مشر بشار الاسد د سوریې د شخړې د سیاسي حل لپاره د دوشنبې په ورځ په سوچي ښار کې خبرې کړیدي.
دواړو هېوادونو د سې شنبې په ورځ ددغو خبرو په اړه معلومات ورکړیدي.
د کریملن ویاند ډیمټري پیسکوف وویل، ددوی خبرې به له ایران او ترکیې سره د روسیې له روانو خبرو سره هم مرسته وکړي.
کریملن او د سوریې سنا خبره رسنۍ د پوتین دا خبره هم راخیستې ده چې په سوریه کې جګړې پای ته رسېدونکې دي.
------
د ناجیریا په شمال ختیځ کې د سې شنبې د ورځې سهار وختي یوه ځان وژونکي په جومات برید کړی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شویدي.
برید د ادماوا ایالت د موبي ښار په جومات کې هغه مهال رامنځته شو کله چې خلک د سهار د لمانځه لپاره پکې راټول شوي وو.
دمګړي چا د برید پړه په غاړه نه ده اخیستې خو دې ته ورته بریدونه تر دې مخکې د بوکو حرام ډلې ترسره کړي وو.
د بوکو حرام ډلې د ناجیریا د حکومت پرضد د خپلې اته کلنې جګړې پرمهال تر ۲۰۰۰۰ زیات کسان وژلي دي.