لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د پوليو ناروغي ولې نه ختميږي؟


په پاکستان کې په کال2022 کې د پولیو 20 پېښې ثبت شوي چې پکې 17 په شمالي وزیرستان, دوه په جنوبي وزیرستان او يو په شاوخواضلع لکی مروت کې مخې ته راغلې. افغانستان کې په کال 2022 کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي
په پاکستان کې په کال2022 کې د پولیو 20 پېښې ثبت شوي چې پکې 17 په شمالي وزیرستان, دوه په جنوبي وزیرستان او يو په شاوخواضلع لکی مروت کې مخې ته راغلې. افغانستان کې په کال 2022 کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي

د پولیو د خاتمې نړيوالو مشرانو تيره اوونۍ د جرمني په سر ښار برلن کې د پوليو ناروغۍ د ختمولو دپاره د 2.6 مليارده يا اربه ډالرو نوې ژمنه اعلان کړه او ورسره سم يې دا هم وويل چې د پولیو وايرس یوازې په دوو هیوادونو - پاکستان او افغانستان کې دا وخت موجود دي.

د غونډې وروسته جاري شوي بيان کې ويل شوي چې سږ کال تر اوسه په ټوله نړۍ کې 29 د پوليو نوې کېسونه ثبت شوي چې تر ټولو زيات ، 20 پکې په پاکسان کې دي، دوه په افغانستان کې ، او باقي پاتې نورلږ شمېر په سوېلي ختیځه افریقا کې کمزورې کېسونه دي چې د پاکستان نه خواره شوي دي.

د غونډې مهم ټينګار دا وو چې "هیڅ ځای خوندي نه دی تر هغې چې پولیو له هر ځای څخه له منځه نه وي تللی.

"د نړۍ محفوظه کولو لپاره پاکستان او افغانستان کې د پولیو ختمول ضروري دي"

په داسې حال کې چې د پولیو ضد نړیوالې هڅې ګړندۍ کیږي، افغانستان او پاکستان د پولیو وايرس وروستی مرکز پاتې شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې يا WHO د پولیو د له منځه وړلو د څانګې یو چارواکي ډاکټر زبیر ودود د روان کال د سپټمبر په پیل کې د پوهاوي کمپاین 'ساینس ان 5' ته وویل چې په نیویارک او لندن کې وروستۍ دوه پېښې یوازې یوه وړه خبره ده، او زياته يې کړه چې اصل مسله دپاکستان او افغانستان ده.

هغه وويل، "پاکستان او افغانستان، چې د پوليو د وايرس وروستي مرکزونه دي، بايد په نخښه شي، د پوليو د وايرس دغلته بايدمخه ونيول شي، او تر هغې چې مونږ دغه هدف ته ونه رسيږو، د نړۍ په بېلابيلو برخو کې به دا وايرس راڅرګند شي".

د پښتنو سيمې د پولیو د وایرس مرکزونه ولې جوړ شوي؟

په پاکستان کې په کال2022 کې د پولیو 20 پېښې ثبت شوي چې پکې 17 په شمالي وزیرستان, دوه په جنوبي وزیرستان او يو په شاوخواضلع لکی مروت کې مخې ته راغلې. افغانستان کې په کال 2022 کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي.

نړیوالې ادارې او د پاکستان روغتیایي چارواکي دا خبره مني چې په پاکستان کې د پولیو په پېښو کې وروستی زیاتوالی د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په پخوانیو قبایلي ضلعو کې په لږه جغرافیه کې محدود دي ځکه د ا ډېرو لویو ستونزو ته اشاره کوي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پښتنوپه سیمو کې د تندلارانو د منفي تبلیغاتو ، روانې جګړې، ناامنۍ، لرې پرتو ځایونو ته د رسايۍ مشکلات ، د خلکو بې ځايه کېدل، او د واکسینو پر ضد مزاحمت د پوليو د واکسین هڅې محدودې کړي دي.

خبريال او څيړونکی مشتاق یوسفزی وايي "تر ټولو لویه مسله د امنیت ده، د پوليو کارکوونکي شته، واکسین موجود دي، خلک چمتو دي، د نړیوالې ټولنې مرستې دوام لري، خو رياست اوس هم په هغو سیمو کې اغېز نه لري چرته چې وروستۍ پېښې مخې ته راغلي دي".

پېښور کې د بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاونډېشن سره کارکوونکي يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې د پښتنو په سيمو کې د پوليو وايرس نه ختمېدو وجه دا نه ده چې د دوي په جينز (Genes) کې څه ستونزه ده بلکې د دوي په سيمه کې ځانګړي چېلنجونه دي.

"د پښتنو په جینز کې کومه ستونزه نشته خو داسې يو شمېر عوامل شته چې دا وايرس تر سیمې محدودوي. د پوهې نشتوالی، په سیمه کې د خلکو سیاسي او اقتصادي محرومۍ، او د حکومت او وسله والو طالبانو تحریک طالبان پاکستان تر منځ د کومې روغې جوړې نشتوالی پکې ښکاره مشکلات دي".

د خېبر پښتونخوا د صحت چارواکي وايي امنیت یوه مسله ده خو د پولیو په کمپاین کې به بری بيامومي.

د صوبې د روغتیا وزیر تیمور خان جهګړا وي او اې ډیوه ته وویل، "د دې کمپاینونو بریالیتوب به د پولیو وايرس د تل لپاره له منځه یوسي، زه منم چې امنیتي ستونزې شته خو خدای دې وکړي چې څنګه مونږه وړاندې په دې امنیتي مسلو بریالي شوي یو او بیا به هم بری ترلاسه کوو".

د تندلارانو منفي تبلیغات او د وسله والو بریدونه

وسله وال په پاکستان کې په عمومي توګه او د پښتنو په ناامنه سیمو کې په ځانګړې توګه د پولیو څاڅکي ورکونکي او د دوي امنیتي ساتونکو په نخښه کوي.

نامعلومو وسله والو تير د اګست په میاشت کې د پوليو د وروستي کمپاین په وخت په ګومل سيمه کې د پولیو په ټیم بريد کړ ی وو چې پکې دوه پولیس اهلکار وژل شوي وو.

ډاکټر شهزاد بېګ، چې د پاکستان د پولیو د مخنيوي پروګرام مشري کوي، سي بي سي رېډيو ته تېر د ستمبر په مياشت کې د يوې مرکې په وخت ويلي وو ، "او زه غواړم دا په ګوته کړم چې تر اوسه پورې، د پولیو پروګرام د کارکوونکو پر ضد په بمي بريدونو او ډزو کې 50 تنان وژل شوي دي".

د پولیو څاڅکي ورکونکو ډلو او د امنيتي کارکوونکو د وژل کیدو د شمیر په اړه رسمي معلومات ډېر نه دي ښکاره شوي خو په پاکستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن په کال 2011 کې د وژنې وروسته دغه شمېره په مطبوعاتو کې د 100 نه زياته ښودلې شوې چې پکې د پوليو کارکوونکي او امنيتي عسکر ټول شامل دي.

پاکستان کې چارواکي وايي مذهبي تندروه په دروغو داسې پيغامونه خپروي چې ګواکې د پوليو کمپاين د مسلمانو ماشومانو د شنډولو لپاره د غربيانو يو چال دی.

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي او نړیوالې ادارې په غېر رسمي خبرو کې د ټولنو تر منځ د بې باورۍ يوه غټه وجه تر یوه حده د مذهبي تندلارو پروپېګنډه ګڼي.

په کال 2022 کې په افغانستان کې د پوليو تر ټولو کمې پېښې

د یونیسف د تازه شمیرو له مخې په تیرو 20 کلونو کې په افغانستان کې په کال 2022 کې د پولیو تر ټولو کمې پېښې رپوټ شوي دي چې یوازې د پولیو دوه پیښې دي. د پولیو دغه دوه پېښې له پکتیکا او کونړ څخه راپور شوي دي.

ډاکټر کمال شاه، د یونیسف چارواکي وي او اې ته ويلي، "دا پرمختګ افغانستان ته یوه لاره جوړوي چې بل پړاو ته لاړ شي چې د پولیو وايرس مخنیوی وکړي ، او بیا د پوليو له منځه وړلو هدف ترلاسه کړي، دا مهال په ټول هېواد کې داسې کومه ناامنه سیمه نشته چې د پولیو واکسین پکې نه وي ورکړی شوي، دا یوه لويه موقع ده د افغانستان لپاره او د مهال په افغانستان کې شاوخوا 10 میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پينځو کلونو کم دي، د پولیو واکسین کولو لپاره ټاکل شوي دي".

ډاکټر کمال زياتوي، "د پاکستان سيمو د ډېورنډ په کرښه څېرمه پرتې د افغانستان سيمې د پولیو د وايرس بنيادي زېرمې دي. دا سیمې کندهار، هلمند، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار او کونړ دي. هغه وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ اوږده کرښه او هغه خلک چې هره ورځ له یوه هیواد څخه بل هیواد ته اوړي د وايرس اصلي لیږدونکي دي خو د پولې دواړو غاړو ته د ګرځنده خلکو لپاره د پولیو واکسین کولو نظام جوړ کړی شوی دی.

ښاغلي شاه وویل چې افغانستان کې هر ماشوم ته د رسېدو لپاره دا د واکسينو پروګرام د کور په کور کمپاین باندې ټینګار کوي. "په جوماتونو کې د پولیو کمپاین کې، لږ شمېر ماشومان د واکسین لپاره راوړل کیږي. ځکه چې پلرونه د کار لپاره بهر پاتې کیږي او ښځې نشي کولی ماشومان د کلتوري خنډونو له امله جومات ته راوړي."

اسلامي پوهان وايي، د پولیو واکسین حلال دي

د پاکستان د پولیو د مخنيوي د پروګرام ترمخه د ګوزن ضد واکسین خوندي دي او په ټوله نړۍ کې د اسلامي مشرانو - د الازهر پوهنتون لوی شېخ ،د سعودي عربستان لوی مفتي او په انډونيشیا کې د علماو شورا لخوا حلال اعلان شوي دي.

نورو مشهورو نړیوالو اسلامې ادارو، د دارالعلوم دیو بند، د اسلامي کنفرانس سازمان، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې، د کعبې امام او د پاکستان په ټولو صوبو کې د ټولو فرقو څخه نورو مشهور علماو او مفتیانو د پوليو واکسين حلال بللي دي.

د سعودي عربستان حکومت د پولیو د اخته هیوادونو څخه د حج د مسافرینو لپاره د پولیو واکسین لازمي کړي دي. په پاکستان کې ټولو لویو دیني عالمانو او مدرسو د پولیو د واکسین په حق کې فتوا ورکړې چې پکې مفتي اعظم پاکستان، مفتي رفیع عثماني، مفتي منیب الرحمان، مفتي نعیم او نور شامل دي.

مشهور اسلامي عالم او د پاکستان د ستر اسلامي مشاورتي ادارې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د پوليو واکسينو په اړه د احکامو تائيد کړی او د پوليو د خاتمې په ضد يې د حکومت د هڅو ملاتړ کړی دی. هغه د امریکا غږ ډیوه سره په مرکو کې د پولیو د واکسین په اړه د کونسل د دریځ په اړه وېلي “ نظرياتي کونسل د حکومت د هڅو ملاتړ کوي او له دیني عالمانو، رسنیو او ډاکټرانو یې غوښتي چې د دې ناروغۍ پهختمولو کې خپل کې رول ولوبوي."

‏GPEI وايي، د پاکستان ژمنې د پخوا په پرتله لوړې دي

په پاکستان کې روان کال کې د پوليو د تازه 20 پېښو وروسته په نړۍ کې د پاکستان د پوليو پرضد هڅو باندې که څه هم پوښتنې رولاړې شوي خو د پوليو د ختمولو نړيواله اداره ګلوبل پوليو ايريډيکېشن انېشيټيو (GPEI)وايي د پاکستان ژمنې د پخوا په پرتله زياتې دي.

په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله رامنځته شوو عملیاتي سره سره، د پاکستان د پولیو پروګرام په هیواد کې د واکسین کمپاینونه بیا پېل کړي دي.

‏GPEI تېره اوونۍ په خپله وېب پاڼه ويلي وو چې "په داسې حال کې چې پاکستان کې په ځینو برخو کې د ویجاړوونکو سیلابونو له اغیزو سره مبارزې ته دوام ورکوي، د پولیو کارکوونکو د بیړنیو مرستو هڅې هم جاري ساتلې دي".

نړيواله اداره GPEI وايي د ښه نتايجو لپاره يې په نوې سټراټيجۍ کې بدلون راوستی چې اوس حکومتونو سره د پوليو ختمولو د هڅو احتساب وکړي، حالات ورته بېړني کړي او سياسي ژمنې يي نورې هم مضبوطې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG