لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په نشت والي اندیښنې


د انساني حقونو کارکونکي وايي د مذهب د سپکاوي قوانین زیاتر بې ځایه استعمال کولی شي
د انساني حقونو کارکونکي وايي د مذهب د سپکاوي قوانین زیاتر بې ځایه استعمال کولی شي

د امریکې خارجه وزارت په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په نشت والي اندیښنې ښودلي او ویلي يي دي چې په پاکستان کې مذهبي اقلتي ټولنې د تشدد ښکار کیږي او ریاست د تشدد کونکو خلاف په مناسب ډول د اقداماتو صلاحیت او اراده نه لري.

د کال ٢٠١٦م دپاره په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه خپل رپورټ کې وزارت وايي په تیر کال کې د پاکستان حکومت د مذهبي ازادۍ سرغړونو ته نه یوازې دوام ورکړی دی بلکې دا يې برداشت کړي هم دي.

وزارت وايي لکه د مذهب د سپکاوي یا بلیسفمي قانون په رنگ د مذهب په بنیاد امتیاز کونکو قوانینو او د آئیني مادو د لاندې وس هم خلکو ته د قید او د مرگ سزاگانې اورول کیږي.

وزارت وايي د مذهب د سپکاوي د قانون د لاندې لږ تر لږه ۴٠ کسانو ته یا خو د مرگ یا د عمر قید سزاگانې اورول شوي دي. د عمر لپاره قید شوو کسانو کې دوه د عیسايي مذهب سره تعلق لرونکي کسان هم شامل دي چې په کال ٢٠١٦ کې ورسته د مرگ دړکې ورکړی شوي وې.

د شیعه، احمدیانو، هندوانو او عیسایانو په رنگ مذهبي اقلیتونه نه یوازې د ترهگرو ډلو بلکې د عامې ټولنې دلاسه د تشدد ښکار کیږي.

ددې تشدد مخه نیولو او یا تشدد کونکو ته په سزا ورکولو کې د حکومت ناکامي د ټولنې سخت دریځه عناصر نور هم زړه ور کړي دي.

کمیشن وايي د صوبايي حکومت د سکولونو په نصاب کې "د اقلیتونو خلاف مواد لوې تشویش دی."

د پاکستان د ځینې مثبتو اقداماتو پرته، په تیر کال کې د هندو اوعیسايي جینکو په زور د مسلمانولو او په زور د ودولو رپورټونه هم زاغلي دي، کمیشن وویل.

په کال ٢٠١٧ کې د دې سرغړونو په بنیاد پاکستان ددې وړ دی چې د "خصوصي تشویش هیواد" وبولی شي.

وزارت وايي د پاکستان ابادي ٢٠٠ میلینه نه زیاته ده او د ابادۍ ٩٥ فیصد برخه خلک ځان مسمانان ښايي، ٧٥ فیصد د سني او ٢٥ فیصد خلک د شیعه مسلک سره تعلق لري او باقي پاتې پنځه فیصد خلک غیر مسلمه اقلیتونه دي چې پکې عیسایان، هندوان، پارسیان، سکان، بدمت او د ځینې نورو مذهبونو سره تعلق لرونکي خلک.

خارجه وزارت وايي په پاکستان کې لکه د تحریک طالبان پاکستان، داعش، لښکر جهنگوي په رنگ ډلې هم فعاله دي چې امریکا ترهگر تنظیمونه ټاکلي دي. دې تنظیمونو موجودگۍ که یو خوا حکومت دپاره د امنیت مشکلات راولاړ کړې دي نو بلخوا يې د مذهب د ازادۍ د خلاف ورزو پرضد د اقداماتو صلاحیت هم کم کړی دی.

اداره وايي د پاکستان مذهبي اقلیتونه په سیاسي او سماجي توگه هم کناره کش کړی شوي دي. اقلیتونه د ٣۴٢ غړو په قامي اسمبلۍ کې یوازې ١٠ فیصد او په سینیټ کې هیڅ نمایندگي نه لري نو ځکه دا د پارلیمنټ په کچه دا ټولنه په موثره توگه خپل اواز نشي وپرته کولی.

په کال ٢٠١۴ کې د پیښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو د حملې ورسته چې پکې ١٣٠ ماشومان وژل شوي وو ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلین په نوم تگ لاره جوړه کړه.

په نیشنل ایکشن پلین کې ترهگرۍ د مخنیوي تر څنگ اقلیتونو باندې د حملو مخه نیول، د کرکې نه ډکې وینا بابندې پابندي او د تشدد راپارونکي مواد په خپرولو بندیز شامل غوندې اقدامات شامل وو.

خو وزارت وايي د نیشنل ایکشن پلین باندې په مکمله توگه عمل نه دی شوی او دا رنگ د مذهبي ازادۍ اهداف نه دي ترلاسه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG