لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ امرېکې ته د راتلو لپاره د لاټرۍ ویزو ختمولو غږ کړی


ددغه پروګرام د لاندې د ازبکستان سره تعلق لرونکی ۲۹ کلن هلک هم امریکې ته راغلی چې د نیویارک په مین هیټن کې يې د تیرې نهې په ورځ په ګاډي باندې لږترلږه ۸ کسان وژلي او ۱۳ نوريې ژوبل کړي
ددغه پروګرام د لاندې د ازبکستان سره تعلق لرونکی ۲۹ کلن هلک هم امریکې ته راغلی چې د نیویارک په مین هیټن کې يې د تیرې نهې په ورځ په ګاډي باندې لږترلږه ۸ کسان وژلي او ۱۳ نوريې ژوبل کړي

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ وايي هغه امریکې ته د بهرملکونو نه په لاټرۍ یا قرعه اندازۍ راتلو پروګرام ختمول غواړي. نوموړي ویلي ددغه پروګرام د لاندې د ازبکستان سره تعلق لرونکی ۲۹ کلن هلک هم امریکې ته راغلی چې د نیویارک په مین هیټن کې يې د تیرې نهې په ورځ په ګاډي باندې لږترلږه ۸ کسان وژلي او ۱۳ نوريې ژوبل کړي.

د لاټرۍ پروګرام لاندې امریکا د هغه هیوادونو خلکو ته د قرعه اندازۍ د لارې په امریکا کې په مستقله توګه د پاتې کیدولپاره ویزې ورکوي چې په امریکا کې ددغه ملکونو د خلکو تناسب کم وي.

صدرډانلډ ټرمپ نه صرف په کانګریس غږ کړی چې د لاټرۍ پروګرام ختم کړي بلکه د مهاجرت ټول نظام بدلولو لپاره يې هم غږ کړی چې د کورنۍ په بنیاد د بهر ملکونو خلکو ته د ویزو ورکولو په ځای امریکې ته د راتلو لپاره خلکو ته د هغوي په قابلیت او هنر ویزې ورکړي.

امریکا د کورنۍ په بنیاد مهاجرت قانون لري. ددغه قانون ترمخه یو امریکايي شهریت لرونکی او یا په مستقل توګه په امریکا کې د پاتې کیدو اسناد (ګرین کارډ) لرونکی تن په خپل پلارني هیواد کې د خپلې کورنۍ نزدې خپلوان سپانسر کولی شي چې امریکې ته په مستقل توګه راشي.

ددغه پروګرام لاندې خزه یا خاوند او د ۲۱ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د امریکايي ویزې ترلاسه کولو لپاه د انتظار کولو ضرورت نه وي. خو د ورور، خور او د ۲۱ کالو نه زیات عمر ماشومان د کالونو پورې د ویزې ترلاسه کولو انتظارکوي. دغه انتظار په عمومي توګه د لسو نه ترپنځلس کاله او د ځنې ملکونو د خلکو لپاره ددې نه هم زیات وي.

د کیلي فورنیا یونیورسټۍ کې د مهاجرت او انتظامي قانون پروفیسر سټيون لي د امریکې خبري ادارې این پي آر ته ویلي ددوي سره داسې مثالونه هم شته چې د مهاجرت چارواکي یو تن ته د ویزا ورکولو نه انکار اوکړي که چرې هغه په یو جرم او یا ترهګرۍ کې ککړپاتې شوی وي.

د یو غیر دولتي ادارې مایګریشن پالیسي انسټيټیوټ د یو رپورټ ترمخه په کال ۲۰۱۵ کې یو ملین خلکو ته د امریکې ویزې ورکړل شوي. په دغو کې ۴۴ فيصده د د نزدې خپلولۍ په بنیاد او ۲۰ فيصده دکورنۍ ترجيح سپانسرشپ په بیناد راغلي. په دوي کې صرف ۱۴ فيصده خلکو په امریکا کې د روزګار په بنیاد ویزې ترلاسه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG