لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب او عراق په ملگرتیا کې د امریکې خارجه وزیر مهم کردار


د امریکې خارجه وزیر ریکس ټېلرسن، سعودي باچا شاه سلمان او د عراق وزیراعظم حیدر العبادي په ریاض کې د غونډې په مهال
د امریکې خارجه وزیر ریکس ټېلرسن، سعودي باچا شاه سلمان او د عراق وزیراعظم حیدر العبادي په ریاض کې د غونډې په مهال

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټېلرسن په ریاض کې د سعودي باچا شاه سلمان او د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي ترمنځ په یو تاریخي ملاقات کې گډون کړی دی. د غونډې مقصد د سعودي عرب او عراق تعلقات ښه کول او په سیمه کې د ایران د زیاتیدونکي اثراو رسوخ مخه ونیول وو.

د سعودي عرب او د عراق تعلقات د تیرې څه مودې راهسې د تاوتریخوالي ښکار دي او د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي د دواړو هیوادونو د سر مشرانو د ملاقات په موقع ریکس ټېلرسن وویل د بغداد او د ریاض ترمنځ ملگرتیا د امریکې قامي سلامیته لپاره ډیر اهمیت لري.

ریکس ټېلرسن وویل هغه امید لري چې په اینده کې به سعودي عرب او عراق د خپلې ملگرتیا لا نورې مضبوطولو لپاره نور اقدامات هم واخلي. هغه دواړه مشرانو ته یو بل ته د ملگرتیا لاس په ورکولو مبارکي ورکړه او وې ویل امریکا به په دې لړ کې د دواړو هیوادونو ملاتړ کوي.

په دې موقع شاه سلمان وویل "زمونږ هیوادونو" د بې ثباتۍ لپاره د تندورۍ او ترهگرۍ په رنگ گڼ شمیر مشکلات وجود لري چې لرې کول يې "زمونږ مکمله توجه غواړي."

"مونږ د خپل ورور هیواد عراق د یوالي او ثبات لپاره د خپل ملاتړ لوظ کوو،" شاه سلمان وویل.

حیدر العبادي سعودي عرب سره د تعلقاتو زیاتولو غږ وکړو او وې ویل "مونږ د تیر وخت نه لرې تلل غواړو."

د ١٩٩٠ په لسیزه کې په کویت د عراق د پخواني صدر صدرام حسین د حملې ورسته د عراق او سعودي عرب تعلق د کړکیچ ښکار شو. خو په کال ٢٠١٥ کې سعودي عرب په بغداد کې خپله سفارتخانه پرانستله او د فرورۍ په میاشت کې سعودي خارجه وزیر د عراق دوره وکړه او ددې ورسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د تگ راتگ لپاره سرحد پرانستل شو او د ریاض او بغداد ترمنځ پروازونه هم شروع شول.

که څه هم ریکس ټېلرسن د عراق او د سعودي په تعلق بهتر کولو کې کامیابي وموندله خو د قطر او د سعودي عرب ترمنځ د جاري شخړې په اړه یې څه ډیره خوشبیني څرگنده نه کړه.

سعودي عرب، بحرین، متحده عرب امارات او مصر سږ کال د جون په میاشت کې قطر سره سفارتي تعلقات ختم کړل، قطر سره یې د تگ راتگ ځمکنۍ او هوايي لارې وتړلې او په دوحا یې ایران سره د نژدې اړیکو او ترهگرو د ملاتړ الزام ولگولو. قطر دغه الزامات ردوي.

ریکس ټېلرسن وویل داسې څه امکان نه ويني چې د قطر او د نورو خلیجي هیوادونو ترمنځ لانجه به زر ختمه شي.

د ریاض نه پس به ټېلرسن قطر ته ځي او ددې ورسته به د پاکستان، هندوستان او بیا د سویټزرلینډ دوره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG