لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جو بائډن روس ته: یوکرین کې حالات سمولو لپاره درسره وخت لږ دی


د روس وزیراعظم دمتري مدودیو د نهې په ورځ قانون سازانو ته ویلي روس د غربي نړۍ لخوا لگول شوي پابندۍ زغملی شي
د روس وزیراعظم دمتري مدودیو د نهې په ورځ قانون سازانو ته ویلي روس د غربي نړۍ لخوا لگول شوي پابندۍ زغملی شي
د امریکې نائب صدر جو بائډن په روس غږ کړی چې یوکرین کې حالات سمولو لپاره دې په خپلو لوظنامو عملدرامد وکړي. هغه وویل یوکرین دا وخت د خپل ائنده دپاره په کوششونو کې مصروف دی.
کییو کې د یوکرین موقتي وزیراعظم ارسنی یټسنوک سره مشترکه خبري کانفرنس ته وینا کې د امریکې نائب صدر جوبائډن وویل وخت راغلې چې روس د خبرو په ځائې په خپلو هغه لوظونو عمل شورو وکړي چې تیره هفته يي جنیوا کې په نړي والو مذاکراتو کې کړې وو.
جو بائډن وویل روس د نړي والې ټولنې سره لوظ کړی وو چې د روس پلوه بیلتون خوښو د ملاتړ نه به لاس په سر کیږي چې په ختیز یوکرین کې يي په سرکاري ودانیو قبضه کړه ده.
جو بائډن یوکرین ته ٥٠ میلینه ډالرو مالي امداد اعلان هم وکړو. دغه مالي مرسته کې ١١ میلینه ډالرې هغه امداد هم شاملې دي چې یوکرین ته د مۍ د ٢٥ نیټې انتخاباتو انتظام دپاره ورکړی کیږي.
جو بائډن د یوکرین په حالاتو د هیواد مشرانو سره د اخبرو اترو دپاره د گل په ورځ کییو ته رسیدلی وو.
خیتز یوکرین کې روس پلوه بیلتون خوښي غوښتنه کوي چې هلته دې هم لکه د تیرې میاشت د کرائیمیه په رنگ ریفرنډم وکړی شي چې د سیمې خلک یوکرین کې پاتې کیدل غواړي او که روس سره د الحاق په حق کې دي.
سپینه ماڼۍ وايي ماسکو یوکرین کې راپورته شوي اړي گړې ته لمن وهي خو ماسکو يي درونه کوي.
یوکرین کې د لاس وهنې په سر واشنگټن او ځېنې یورپي هیوادونو د روس خلاف په محدوده کچه اقتصادي پابندۍ لگولي دي.
د روس وزیراعظم دمتري مدودیو د نهې په ورځ قانون سازانو ته ویلي روس د غربي نړۍ لخوا لگول شوي پابندۍ زغملی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG