لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: معاهده به د وسلې په تکل کې د ایران مخه ونیسي


صدر براک اوباما او اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو
صدر براک اوباما او اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو

د امریکې صدر براک اوباما ویلي د امریکا په شمول د نړۍ نورو پنځو قوتونو او ایران ترمنځ شوی مفاهمت ایټمي وسلو په تکل د ایران مخه نیولو دپاره تر دا وخت بهترینه لاره ده.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ شائع شوي نیویارک ټائمز ورځپاڼې سره مرکه کې صدر اوباما وویل په ایران پابندۍ جاري ساتل نړۍ د ایران په ایټمي پروگرام نظر ساتلو نه ودروي او د ایران په ایټمي تنصیباتو حمله یوه عارضي لاره ده چې په نتیجه کې به ایران په بیړنۍ توگه ایټمې وسله تیارولو په لوري بوځي.

بلخوا، اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ایران سره د معاهدې خپل مخالفت تکرار کړو. د امریکې این بي سي ټیلې وژن سره د اتوار یا یکشنبې په ورځ مرکه کې بینجمن نیټن یاهو وویل د معاهدې په نتیجه کې به د ایران ایټمي تنصیبات پرځائې پاتې شي او ایران به بالاخر د وسله تیاره کړي.

د ایران پرضد چې د اسرائیل د تباهۍ خیالات يي څرگند کړې دي، یورپ کې د یهودیانو د قتل عام واقعات یعنی هالوکاسټ نه مني او د یهودیت مخالفت کوي، صدر اوباما د اسرائیل دفاع وکړه او وې ویل د اسرائیل په لړ کې د امریکې دریز نه لړزیدونکی دی.

صدر اوباما وویل دا د اسرائیل حق دی چې د ایران ایټمي پروگرام په اړه تشویش ولري خو د سفارتي کوښښ او د معاهدې دپاره چوکاټ پرته بله کومه لاره نشته چې ایران د ایټمي وسلو ترلاسه کولو نه ودروي.

د چوکاټ ترمخه به ایران او نړي وال قوتونه د جون د میاشت تر اخېره پورې داسې لوظنامې ته حتمي شکل ورکوي چې ترمخه به يي ایران خپل ایټمي تنصیبات راغونډوي او د ایټمي وسلو تیارولو په لړ کې به د وړاندې نه اطلاع ورکوي.

د معاهدې ترمخه به نړي واله ټولنه د ایران د ایټمي پروگرام څارنه هم کولی شي.

په بدل کې به په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ اوچتې کړې شي. ایران اصرار کوي چې ایټمي پروگرام يي پرامنه او د توانائي تیارولو دپاره دی.

د امرېکې نه علاوه روس، چین، برطانیه، فرانس او جرمني ایران سره د ایټمي معاهدې په لړې کې بوخت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG