لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د نېټو جنگي عمليات سر ته ورسېدل


جنرال کېمبل وئيلي ، څه چې مونږ غوښتل نو افغان ځواکونه هغه ځايي ته رسېدلي او نن د دې جوگه دي چې د جنگي عملياتو زمه واري په خپله غاړه واخلي
جنرال کېمبل وئيلي ، څه چې مونږ غوښتل نو افغان ځواکونه هغه ځايي ته رسېدلي او نن د دې جوگه دي چې د جنگي عملياتو زمه واري په خپله غاړه واخلي

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو د خپل جنگي کمانډ سنټر نه خپل بېرغ په يوه دستوره کې کوز کړی ، او د امريکې او نېټو د ځواکونو مشر جنرال جان کېمبل وئيلي ، چې دغه مشن به وس افغان امنيتي ځواکونو ته د تربيي او هغويې ته د صلاح مشورې ورکولو په کار بدل شي ، او په دغې کار به د جنورۍ ۲۰۱۵ نه پېل وشي .

د افغانستان امنيتي ځواکونو د کال ۲۰۱۳م نه د طالبانو په ضد د جهگړې مشري په غاړه اخيستې ده .

جنرال کېمبل وئيلي ، افغان امنيتي ځواکونه وس د دې جوگه کيږي چې د خپل ملک خفاظت په خپله وکړی شي . نوموړي وئيلي ، افغان امنيتي ځواکونه ډېر توان لري او زياته کړې يې ده چې ما د تېرو څو کلونو راهسې د دويې سره کار کړی او زه په دغې کار وياړم ، بايد دويې ته نوره وده ورکړی شي او بايد په دويې کې د حساب کتاب عمل رامنځته شي کوم چې د پوځ دپاره ضروري وي .

نوموړي زياته کړې ، څه چې مونږ غوښتل نو افغان ځواکونه هغه ځايي ته رسېدلي او نن د دې جوگه دي چې د جنگي عملياتو زمه واري په خپله غاړه واخلي ، هغه وئيلي مونږ د افغان ځواکونو ترڅنگ ولاړ يو او دويي سره به خپلو همکارو ته دوام ورکوؤ .

بل لور ته د اتوار په ورځ د افغانستان په ناڅاپي دوره رسېدلي د امريکې د دفاع وزير چيک هيگل خپلو پوځونو ته وئيلي ، چې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو پاتې کول په عراق کې د داعش په ضد د روانې جگړې سره تړاؤ نه لري .

نوموړي وئيلي دلته زمونږ کار د عراق نه بدل دی ، عراق زمونږ يو اتحادي دی ، څنگه چې تاسو پوهه يئ او هلته مونږ دنده ترسره کړې ، مونږ په عراق کې وينه تويې کړې پېسې مو خرچ کړي چې د عراقيانو مرسته وکړو ، خو په اخر کې هر ملک بايد خپله زمه واري په خپله غاړه واخلي او خپل حکومت جوړ کړي .

په افغانستان کې د نېټو ځواکونه په داسې مهال خپل جنگي عمليات پايې ته رسوي ، چې په دغه هېواد کې د طالبانو حملې تُندې شوي دي .

چيک هيگل د طالبانو حملو ته په اشاره کولو وئيلي ، چې په داسې مهال افغانستان کې بهرني ځواکونه پاتې کېدو ته اړتيا لري .

په افغانستان کې به د کال ۲۰۱۵م د اولې نېټې نه ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر پاتې شي ، او له دې وړاندې په کال ۲۰۱۱م کې د عسکرو شمېره ۱۴۰۰۰۰ وه ، دا و خت په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ اتحادي سرتيري شتون لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG