د لیبیا ساحل سره نزدې یورپ ته تلونکو د سلگو مهاجرینو بیړۍ لاهو شوي ده او ویره څرگندیږي چې بیړۍ کې سواره زیاتره کسان د سمندر په اوبو کې ډوب شوي دي.
چارواکو ویلي یوازې ٢٨ کسان د اوبو نه ژوندې راویستل شوي دي. پیښه د اټلي د جنوبي جزیرې لیمپډوسه نه شا او خوا ١٩٣ کلومیټره لرې رامینځته شوي ده.
ویل کیږي چې بیړۍ په داسې مهال لاهو شوه چې پکې ناست کسان د یو سمندري جهاز د رانیزدې کیدو په وخت یوې غاړې ته راجمع شول.
داسې رپورټونه هم راغلې چې د ځېنې کسانو مړي د لیبیا ساحل ته اوبو راوړې دي.
منځني ختیز او افریقا کې د جنگ ځپلې هیوادونو نه په زرگونو خلک هرکال په غیرقانوني توگه یورپ ته د تلو کوښښ کوي. د انساني حقوقو ادارې وايي تیر کال ٥٠٠ کسان یورپ ته د تلو په کوشش کې بحیره روم کې لاهو شول. د انساني حقوقو ادارې وايي په غېرقانوني توگه یورپ ته تلونکې مهاجرین د لوږې، تندې او د سختو موسمي حالاتو سره د مخ کیدو په وجه ژوند د لاسه ورکوي.
د عیسائي مذهب مذهبي مشر پوپ فرانسس په نړي واله ټولنه غږ کړی چې د بې ثباتۍ دلاسه افریقې نه هجرت کونکو خلکو مسائل دې حل کړي.
د جمعې په ورځ د امریکې په سفر د اټلي وزیراعظم میټیو رینزي او صدر براک اوباما هم واشنگټن کې د مهاجرینو په مسله خبرې اترې وکړې. صدر اوباما سره خبرو کې ښاغلي رینزي وویل اټلي نه غواړي چې بحیره روم دې د مهاجرینو قبرستان وگرځي او د مسلې د حل دپاره په بیړنۍ توگه کار کې مصروف دی.