لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپېنې ماڼۍ چارواکې د اسرائیلي وزیراعظم غندنه کړې


د امریکې قامي امنیت صلاحکارې سوزن رائس
د امریکې قامي امنیت صلاحکارې سوزن رائس

د امریکې صدر باراک اوباما د قامي امنیت صلاحکارې د اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ددې فیصلې سخته غندنه کړې ده چې کانگرس کې د امریکې په مشرۍ کې د ایران ایټمي پروگرام په هکله کیدونکو خبرو اترو په باره کې به وینا کوي.

ښاغلي نیټن یاهو د امریکې د سینټ سپیکر جان بینرلخوا د مارچ په دریمه نیټه د کانگرس مشترکه غونډې ته وینا کولو بلنه قبوله کړې ده. د امریکا ټیلي ویژن صحافي چارلي روز سره د نهې په ورځ مرکه کې د قامي امنیت صلاحکارې سوزن رائس ویلي دي چې دې فیصلې د امریکا او اسرائیل ترمینځه اړیکو ته ډله ایز رنگ ورکړی دی.

میرمن رائس زیاته کړه چې د ښاغلي نیټن یاهو فیصله د دواړو هیوادونو اړیکو لپاره تاواني ده.

سپینه ماڼۍ په دې ډیره قهرژنه ده چې ښاغلي بینر د اوباما انتظامي د خبرولو بغیر اسرائیلي مشر ته بلنه ورکړې ده.

د دې وروستو صدر باراک اوباما اعلان کړیچې هغه به د ښاغلي نیټن یاهو په دې سفر کې ورسره ملاقات نه کوي چې داسې ښکاره نشي چې هغه د اسرائیل په انتخاباتو اثر اچول غواړي.

د ډیموکریټک گوند یو شمیر غړو هم اعلان کړی دی چې دوي به د ښاغلي بینر بلنې په ځواب کې د ښاغلي نیټن یاهو په وینا کې ناسته نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG