لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: د اسرائیل تحفظ يي په اهم ترجیحاتو کې شامله ده


که صدر براک اوباما ایران سره د معاهدې دفاع کوي نو وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د لوظنامې سخت مخالفت کوي. که صدر براک اوباما ویلي معاهده د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیسي نو وزیراعظم نیټن یاهو وايي معاهده د ایټمي وسلو ترلاسه کولو دپاره د ایران کوښښونه لا نور هم اسانه وي
که صدر براک اوباما ایران سره د معاهدې دفاع کوي نو وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د لوظنامې سخت مخالفت کوي. که صدر براک اوباما ویلي معاهده د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیسي نو وزیراعظم نیټن یاهو وايي معاهده د ایټمي وسلو ترلاسه کولو دپاره د ایران کوښښونه لا نور هم اسانه وي

صدر برا ک اوباما په وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ کې د گل یا دو شنبې په ورځ د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره خبرې اترې وکړې او وې ویل د اسرائیل تحفظ يي د خارجه تگ لارې په اهم ترجیحاتو کې شامل دنده ده.

دواړو مشرانو په داسې حال کې لیده کاته کړې دي چې د تیرې څه مودې راهسې يي تعلقات د تاو تریخوالې ښکار دي.

د دواړو ترمنځ د کړکیچ تر ټولو لویه مسله د جولائي په میاشت کې ایران سره د امریکې په شمول د شپږو نړي والو قوتونو ایټمي معاهده وه.

وائټ هاوس کې د ملاقات په وخت صدر اوباما او وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ایران سره د معاهدې په سر خپل منځ کې د اختلاف اعتراف وکړو خو بيا يي زر د خبرو رخ په منځني ختیز کې د امنیت مشترکه موضوع ته واړولو.

ایران سره د شوي معاهدې په اړه صدر اوباما او وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د یو بل نه جدا جدا دریزونه لري.

که صدر براک اوباما ایران سره د معاهدې دفاع کوي نو وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د لوظنامې سخت مخالفت کوي. که صدر براک اوباما ویلي معاهده د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیسي نو وزیراعظم نیټن یاهو وايي معاهده د ایټمي وسلو ترلاسه کولو دپاره د ایران کوښښونه لا نور هم اسانه وي.

وزیراعظم نیټن یاهو د مارچ په میاشت کې ایران سره د معاهدې په مخالفت کې د امریکې کانگرس ته هم وینا کړې وه. هغه ته د وینا بلنه د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ورکړې وه. وائټ هاوس کانگرس ته د نیټن یاهو د وینا مخالفت کړی وو او دا يي د سفارتي ادابو خلاف اقدام بولی وو. واشنگټن ته د هغه وخت د سفر په وخت وزیراعظم نیټن یاهو صدر اوباما سره ملاقات هم نه وو کړی.

براک اوباما کانگرس ته د نیټن یاهو په تقریر کې ایران سره د معاهدې مخالفت رد کړی وو. براک اوباما وویل اسرائیلي وزیراعظم د معاهدې په اړه څه نوي خبرې نه دي کړې.

گل یا دوشنبې په ورځ صدر اوباما سره لیده کاته دپاره واشنگټن ته د را راونیدو وړاندې بینجمن نیټن یاهو وویل ایران سره د ایټمي معاهدې په تناظر کې به هغه غواړی چې امریکا د اسرائیل د سکیورټي په اړه خپل امداد کې اضافه وکړي.

امریکا هرکال اسرائیل ته د درې اربه ډالرو پوځي امداد ورکوي. او مامورین وايي بینجمن نیټن امید لري چې دغه امداد به پنځه اربه ډالرو ته ورسولی شي.

خو چارواکي وايي داسې څه امکان نیشته چې اسرائیل سره به د سر مشرانو په دي غونډه کې د دفاع نوی تړون وکړی شي.

اسرائیل سره د مرستې په اړه، صدر اوباما وویل دواړ هیوادونه د عسکري او استخباراتي همکارۍ کې ښکیل دي. هغه وویل اسرائیل سره پوځي مرستې نه یوازې دا چې د امرېکې ذمه واري ده بلکه په منځني ختیز کې دا د امریکې د سلامتیه بنیادي اډاڼه هم ده.

وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو په منځني ختیز کې د غیر یقیني او په خصوصي توگه د داعش د راپورته کیدو ذکر وکړو. هغه د اوس وخت نه وړاندې بل کوم وخت په سیمه کې حالات دومره غیر یقیني نه وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG