لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران سره د ایټمي معاهدې په اړه پرمختگ، خو اتفاق نه دی شوی


جان کیري د اتوار یا یک شنبې په ورځ بیرته امریکې ته تلونکی وو خو خپل سفر یي ځنډولی دی
جان کیري د اتوار یا یک شنبې په ورځ بیرته امریکې ته تلونکی وو خو خپل سفر یي ځنډولی دی

امریکا او د نړۍ پنځه نور قوتونه ایران سره د ایران ایټمي پروگرام محدودکولو دپاره معاهدې ته نزدې شوي دي خو په حتمي لوظنامه لا اتفاق نه دی شوی.

د سویټزرلینډ لوزین ښار کې د اتوار یا یک شنبې په ورځ سفاراتکارانو په خبرو اترو کې تهران رضا مندي ښودلې ده چې د یورینیم جوړولو الات یا سنټرې فیوجز شمیره به د ٦٠٠٠ نه کموي او اضافي سینټرفیوجز به روس ته د ذخیره کیدو دپاره لیږي.

په بدل کې به ایران ته په محدوده کچه د طبی مقاصدو دپاره د ایټمي ازموئنو اجازت ورکولی شي. د سختې څارنې دلاندې به ایران دغه مجوزه ازمائنې په فردو تنصیباتو کې کوي.

خو چارواکو ویلي په ځېنې نورو سختو او لانجمنو مسلو لا اوس هم خبرې روانې دي.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري او د ایران خارجه وزیر جواد ظریف سویټزرلینډ کې د ایران ایټمي پروگرام په اړه په داسې حال کې خبرې اترې کوي چې د فریقینو کوښښ دی چې د نهې د ورځ پورې د ایران ایټمي پروگرام په لړ کې د معاهدې دپاره چوکاټ پرځائې کړي.

جان کیري د اتوار یا یک شنبې په ورځ بیرته امریکې ته تلونکی وو خو خپل سفر یي ځنډولی دی.

دواړه فریقین وايي مذاکرات اهم پړاؤ ته رسیدلې دي او یو فریق بل نه د مراعاتو توقع کوي.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د خالي یا شنبې په ورځ په ټویټر خپل پیغام کې ویلي ایران د یوې ښې معاهدې دپاره تیار دی او د خپلو همکارانو ته هم ددې توقع کوي. خو ایران سره خبرو اترو کې ښکیل شپږ نړي وال قوتونه وايي ایران ته پکار ده چې جوړجاړي ته تیار شي.

بلخوا اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو چې ایران سره د معاهدې سخت مخالفت کوي په یک شنبې په ورځ په ټویټر یو پیغام کې ویلي ایران سره ممکنه معاهده د هغه تشویش صحیح ثابتوي.

د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکې ویلي اوس هم سنجیده او مشکل کار کول پاتې دی.

ایران او شپږ نړي وال قوتونه، برطانیه، چین، فرانس، روس، امریکا او جرمني به د مارچ د ٣١ نیټې سره مخ دي چې ددې وړاندې به ایران سره یوې داسې معاهدې دپاره چوکاټ پرځائې کړي چې د ایټمي وسلو ترلاسه کولو په لار کې د ایران مخه ونیسي. په بدل کې به په ایران لگیدلې پابندۍ ختمې کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG