لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ایران سره د ایټمي معاهدې دفاع کوي


د وي او ای فارسۍ څانگې سره خصوصي مرکه کې جان کیري دا هم وویل امریکا به ایران کې د انساني حقوقو مسائل او هلته زندان کې د پرتو امریکایانو موضوع راپورته کوي
د وي او ای فارسۍ څانگې سره خصوصي مرکه کې جان کیري دا هم وویل امریکا به ایران کې د انساني حقوقو مسائل او هلته زندان کې د پرتو امریکایانو موضوع راپورته کوي

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ایران او د نړۍ شپږو قوتونو ترمېنځ د ایران ایټمي پروگرام په اړه ترسره شوي معاهدې دفاع کړې ده او ویلي يي دي د معاهدې په نتیجه کې به نه یوازې د امریکې او ایران په تعلقاتو کې مثبت تبدیلۍ راشي بلکه د ایراني اولس د ژوند معیار او د ایران اقتصادي صورتحال به هم بهتر شي.

د وي او ای فارسۍ څانگې سره خصوصي مرکه کې جان کیري دا هم وویل امریکا به ایران کې د انساني حقوقو مسائل او هلته زندان کې د پرتو امریکایانو موضوع راپورته کوي.

د ایران او د امریکې په شمول د نړۍ شپږو لویو قوتونو، چین، روس، جرمني، فرانس او برطانيي، تر مېنځ د معاهدې په نتیجه کې ایران د ایټمي وسلو جوړولو صلاحیت دلاسه ورکوي. په بدل کې به په ایران د غربي نړۍ لخوا لگول شوي خپې کونکې اقتصادي بندیزونه لرې کړی شي.

د فارسۍ څانگې سره مرکه کې جان کیري وویل کله چې په ایران پابندۍ لرې شي نو هیواد به کولی شي چې په نړي واله منډائي کې نه یوازې خپل تیل خرڅ کړي بلکه د نړي والو مالیاتې ادارو، یعني بینکونو سره لین دین وکړي، او خپله مشهوره پیسته، مشهور قالینونه او نور خوراکې شیان خرڅ کړي.

د امریکې حزب اختلاف ریپبلیکن پارټي چې په کانگرس کې اکثریت لري، ایران سره د ایټمي معاهدې مخالفت کوي. په دې اړې جان کیري وویل معاهدې ډیرو مخالفینو لوظنامه نه ده لوستې او د لوستلو بغیر يي مخالفت کوي. هغه یقین څرگند کړو چې کله هم ایران سره د معاهدې مخالفین لوظنامه ولولي نو د مخالفت نه به لاس په سر شي.

کانگرس په راتلونکو ٦٠ ورځو کې ایران سره معاهدې جاج اخلي او د منظورولو یا نامنظورۍ دپاره به پرې ووټونه کوي. جان کیري وویل ایران سره معاهده به هم هغه وخت نافذ شي په کومه نیټه يي چې کانگرس منظوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG