لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اوباما او جرمن چانسلرې اینگلا مرکیل په یوکرین مذاکرات


د امریکې خارجه وزیر جان کیري
د امریکې خارجه وزیر جان کیري

یوکرین کې د حکومت او روس پلوه باغیانو ترمېنځ د جنگ بندۍ او هیواد کې د امن په موضوع صدر براک اوباما سره د خبرو اترو دپاره د جرمني چانسلره اینگلا مرکیل نن د گل یا دوشنبې په ورځ واشنگټن ته رارسیدونکې ده.

اینگلا مرکیل د واشنگټن سفر په داسې مهال کوي چې یوکرین ړې د کړکیچ ختمولو دپاره سفارتي هلې ځلې تندي شوي دي.

د اتوار یا شنبې په ورځ اینگلا مرکیل په ټیلې فون د یوکرین، روس او فرانس مشرانو سره څلور اړخیزه مذاکرات ووکړل. مذاکراتو کې د یوکرین کړکیچ ختمولو دپاره د جرمني او فرانس په مشترکه تجویز غور وکړی شو.

په دغه تجویز د نورو خبرو پاره اینگلا مرکیل، د یوکرین صدر پیټرو پورو شینکو، د روس صدر ولادیمیر پوټن او د فرانس صدر فرانسوه اولانډ به د شورو یا چارشنبې په ورځ د بیلوروس مرکزي ښار منسک کې غونډه کوي. تیر سپټمبر کې منسک کې یوکرین کې د ډزبندۍ دپاره لوظنامه لاس لیک شوي وه خو معاهده د ناکامۍ سره مخ شوه.

یوکرین کې د تیرو لسو میاشتو راهسې شورو شوي بغاوت کې ٥٦٠٠ کسان وژل شوي دي. د اتوار په ورځ د یوکرین صدر پورو شینکو امید څرگند کړو چې هیواد کې بغیر د شرط، په گړندۍ توگه ډز بندي ترلاسه کیدی شي.

خو د صدر پورو شینکو د امید ترڅنگ د روس صدر ولادیمیر پوټن وویل یوکرین ته پکار دي چې د روس پولې سره نزدې پوځي عملیات بند کړي. هغه وویل کییو ته پکار دي چې هغه اقدامات نه کوي چې په نتیجه کې يي ختیز یوکرین کې روسي ژبه ویونکې په اقتصادي توگه د سزا غوندې صورتحال سره مخ شي.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري یوکرین کې د کړکیچ ختمولو په سر د امریکا او یورپي اتحادیانو ترمنځ د اختلافاتو تاثر رد کړی دی. د اختلافاتو خبره جرمني کې د امنیت په موضوع شوي غونډې په موقع راپورته شوه چرته چې د امریکې د کانگرس دواو غړو وویل یورپي هیوادونه یوکرین ته د مهلک وسلې ورکولو مزاحمت کوي.

د صدر براک اوباما حکومت یوکرین ته د وسله ورکولو په اړه څه ډیر ډاډ من نه دی ددې پرته چې د ریپبلیکن پارټۍ په اکثریت کې کانگرس د حکومت نه د عملي اقداماتو غوښتنه کوي. د امریکې حکومت وايي کییو ته وسله ورکولو په ترڅ کې به ماسکو هم دغه ډول اقدامات پورته کړې او نتیجه کې به يي جنگ نور تود شي او جنگ کې ښکیل د ملکي خلکو ژوندونه به د نورو خطراتو سره مخ شي.

منسک کې لاس لیک شوي د تیر سپټمبر په امن لوظنامه کې په فریقینو د ډز بندۍ، د جنگ د خطونو پشا کیدو او د امن خبرې اترې شورو کول غږ شوی وو خو د لاس لیک کیدو سره سم د معاهدې خلاف ورزي هم شورو شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG