لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د امريکا په ٧هېوادونو سفري بندېزونه: په هوايي میدانونو یو شمیرتنان حصارکړې شوي


د امريکه صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د اووه اکثريتي مسلمان هېوادونو په وگړو امريکې ته په راتگ د پابندۍ وروستو د هېواد په ځيني هوايي‏ ډگرونو یو شمېر خلق حصار کړې شوي دي – د امريکې د سفري چارو یا د ايميگرېشن چارواکي وايي دغه گامونه ېې د صدر ټرمپ د صدارتي حکمنامې څخه وروستوپه سمدستي توگه اخستي دي-

د امر‎یکې نیو یارک ټایمز ورځپاڼه وايي په نیو یارک هوايي میدان د عراق څخه راتلونکې یو تن د وېزې باوجود د ايميگرېشن چارواکو حصار کړی دی- ددې عراقي تن چې نوم یې ښودل شوی نه دی د خپلې ښځې او ماشوم ځوي سره دلته په مستقله توگه د ژوند تیرولو لپاره رارسېدلې ؤ. اخبار وايي دغه نیول شوی تن تر لسو کالو پورې په عراق کې د امريکايي پوځ سره ترجمان پاتې شوې ؤ-

چارواکي وايي یوه بله عراقي کورنۍ د قاهره په هوايي ډگر جهاز ته د سورېدلو څخه ودرول شوې ده. دغه کورنۍ د امريکې نیویارک کې جی ایف کی هوايي ډگر ته تلونکې وه-

په کومو هېوادونو چې پابندي لگول شې ده په هغې کې ايران، عراق، یمن، شام، ليبیا، صومالیه او سوډان شامل دي-

د ایران خارجه وزارت دې بندیزونو ته په ځواب کې د امريکايي وگړو ایران ته په سفر هم بندیز لگولی دی-

دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ یوه ورځ د مخه په دوو انتظامي حکمنامو لاسليک کړى ؤ چې مقصد يې دامريکا امنيت ښه کول دي، په دې حکمنامو کې مهمه هاغه ده چې امريکا ته د دشام څخه د مهاجرينو داخله د نامعلومه وخته پورې محدودوي.

حکمنامه کې ويل شوي دي " دجګړې، شخړې، افت او خانه جنګۍ دناقرارۍ له امله په ځينو هيوادونو کې خرابيدونکي حالات دا امکان سيوا کوي چې ترهه ګر به امريکا ته دداخلې لپاره هره ممکنه ذريعه وکاروي" او په امريکايي سفارتي چارواکو غږ شوى چې دويزو ورکولو څخه دمخه دې دزياتې بيدارۍ او احتياط څخه کار واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG