لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو ماهرین وايي په شام کې قتل عام د ودرولی شي


د ملگرو ملتونو ماهرینو دا تجویز وړاندې کړی چې شام د مهاجرینو دپاره په نورو هیوادونو کې پناه دپاره دې قانوني لارې چارې پرانستلی شي چې پکې د بیا ودانونو پروگرامونه، د انساني همدردۍ په بنیاد پناه ورکول، ویزو کې نرمي او د کورنۍ غړو یو بل سره د یوځائې کولو غوندې اقدامات کیدی شي
د ملگرو ملتونو ماهرینو دا تجویز وړاندې کړی چې شام د مهاجرینو دپاره په نورو هیوادونو کې پناه دپاره دې قانوني لارې چارې پرانستلی شي چې پکې د بیا ودانونو پروگرامونه، د انساني همدردۍ په بنیاد پناه ورکول، ویزو کې نرمي او د کورنۍ غړو یو بل سره د یوځائې کولو غوندې اقدامات کیدی شي

د ملگرو ملتونو ماهرین وايي په شام کې د تیرو څلور کلونو راهسې روان جنگ د هیواد د سرحدونونه اوس وتلی دی او نړۍ د شام د هغه خلکو تکلیفونه د پامه نه شي غورځولی چې د جنگ نه پناه اخیستل غواړي. د شام په اړه د ملگرو ملتونو د ماهرینو ډلې یو این انټرنیشنل کمیشن اف انکوائري ان سیریا په نړۍ واله ټولنه غږ کړی چې شام د مهاجرینو د تحفظ او هیواد کې د سیاسي جوړ جاړي دپاره دې په بیړنۍ توگه اقدامات پورته کړي.

د ملگرو ملتونو کمیشن خپل رپورټ کې د شام د پیچیده خانه جنگۍ په اړه د ناامیدۍ نظر څرگند کړی دی. د ډلي د انساني حقونو څلورو واړو ماهرینو ویلي د شام په خانه جنگۍ کې ښکیلې مختلفې ډلې د روزانه په حساب جنگي جرمونه، د انسانيت خلاف جنایتونه او نورې سنگینې خلاف ورزۍ کوي.

د کمیشن مشر پالو سرجیو پنیرو وویل په داسې مهال چې نړۍ لکه د تماش بین ننداره کوي، سولینز یا ملکي کسان د تصور نه بهر مشکلاتو نه تیږي.

ښاغلی پالو وايي په داسې حال کې چې فریقینو تر منځ د سولي او مفاهمت دپاره سنجیده کوښښونه نه کیږي نو په شام کې به جنگ روان وي او د جنگ دلاسه مرگونه او تباهي او به په راتلونکې وخت کې جاري وي.

د ملگرو ملتونو رپوټ د درې سوه او پنځه دریش خلکو سره په مرکو بنیاد لري چې د سږ کال په وړمبو شپږو میاشتو کې ورسره خبرې اترې شوي دي او پکې په شام کې دننه او د هیواد نه بهر او د زور زیاتي ښکار شوي خلک او د حالاتو عیني شاهدین شامل دي.

د ملگرو ملتونو ماهرین په ورستیو ورځو کې د سېمې نه ستانه شوي دي او وايي د حالاتو ښکار خلک د تصور نه بهر مشکلات بیانوي. ماهرین وايي د ماشومانو بیانونو هم ډیر زیر کړې دي چې په جنگ کې زخمیان شوي او یا په جنگ کې ښکیل ډلو جگړې دپاره خپلو صفونو کې شامل کړې دي.

رپورټ کې په ملکي کسانو جنگ کې ښکیل د هرې ډلې لخوا د حملو په تفصيل ذکر شوی دی. رپورټ وايي د داعش د ولکې د لاندې سیمو کې خلکو سره د بربریت سلوک کولی شي په خصوصي توگه د مذهبي او نسلي اقلیتونو سره سلوک نور هم بد تر وي. د یزدي مسلک زنانه د جنسي غلامانو په توگه داعش خپله ولکه کې ساتلې دي.

په شام کې خانه جنگۍ دلاسه شا او خوا اته میلینه خلک د هیواد دننه په خپلو کورنو پریښودو مجبور شوې دي او نورو د څلورو ملینونو نه زیاتو خلکو به بهرني هیوادونو کې پناه اخیستې ده. پالو وايي د شام ځېنې خلک بحیره روم دلارې یورپ ته د ځان رسولو کوښښونه کوي.

پالو وايي د بیړي اقداماتو د نشت والي په وجه شام د خلکو حال ځکه هم خراب دی چې نړي والې ټولني ددوي ضرورتونو ته په مناسب توگه جواب نه دی ویلی.

د ملگرو ملتونو د کمیشن مشر وايي یوازې دوه نیم لکه خلک یورپ کې د پناه غواړي ددې په مقابله کې د شام شا او خوا هیوادونو کې څلور میلینه د شام مهاجرینو پناه اخیستې ده.

د ملگرو ملتونو ماهرینو دا تجویز وړاندې کړی چې شام د مهاجرینو دپاره په نورو هیوادونو کې پناه دپاره دې قانوني لارې چارې پرانستلی شي چې پکې د بیا ودانونو پروگرامونه، د انساني همدردۍ په بنیاد پناه ورکول، ویزو کې نرمي او د کورنۍ غړو یو بل سره د یوځائې کولو غوندې اقدامات کیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG