لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې لخوا د واهگه پولې دخودکش حملې غندنه شوې


بيان کې زياته کړی شوې چې امريکا د ترهگرۍ د مخ نيوي په هڅو ، قانون د سرلوړۍ او د امن دپاره د پاکستان سره ملگرې ده .
بيان کې زياته کړی شوې چې امريکا د ترهگرۍ د مخ نيوي په هڅو ، قانون د سرلوړۍ او د امن دپاره د پاکستان سره ملگرې ده .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د امريکې د سفارتخانې څخه جاري شوي يو بيان کې د لاهور په واهگه بارډر د شوې بريد غندنه شوې ، او د امريکې سفير رچرډ اولسن د خپل ملک د اولس او حکومت لخوا د واهگه بارډر پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د کورنو او پاکستان د حکومت او اولس سره تعزيت او همدردي څرگند کړې ده .

د پاکستان او هندوستان ترمينځ د واهگه په پوله تېره ورځ ماښام يو ځان مرگی بريد شوی ؤ ، چې پکې ۵۵ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .

نن د گل په ورځ پاکستان کې امريکايي سفير رچرډ اولسن په خپل بيان کې وئيلي ، په دغه بريد کې ککړ عناصر د انصاف کټهرې ته راوستو په لړ کې امريکا د پاکستان ملاتړ کوي ، او نوموړي وئيلي د پېښې د تحقيقاتو په لړکې د پاکستان مرستې کولو ته تيار يو .

بيان کې زياته کړی شوې چې امريکا د پاکستان سره د ترهگرۍ د مخ نيوي په هڅو ، قانون د سرلوړۍ او د امن په ځايي کولو کې څنگ په څنگ ملگرې ده .

د واهگه پولې سره نزدې د اتوار په ماښام شوي ځانمرگي بريد کې د وژل شوؤ ډېرو کسانو مړي خپلو خپلوانو ته حواله کړی شوي ، او خاورو ته سپارل شوي دي ، چې پکې د رېنجرو درې عسکر هم شامل وو.

وزيراعظم نوازشريف د پېښې په اړه يو بيان کې وئيلي ، د پاکستان اولس د ترهگرو د نظريي په ضد يو دی ، او تندلاري په دغسې کاروايانو قوم نه تقسيمولی او نه يي ويرولی شي .

وزيراعظم وئيلي ، چې د ترهگرۍ د خاتمې پورې به ٫٫ ضرب عضب ٬٬ اپريشن جاري ساتلی شي .

ضرب عضب اپرېشن د جون د مياشتې راهسې د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پېل کړی شوی ، او چارواکو له وړاندې نه وئيلي ، د دغو عملياتو په غبرگون کې په ملک کې د ترهگرۍ پېښې رامخې ته کېدی شي .

د ځايي ميډيا ترمخه د واهگه پولې سره نزدې د شوې بريد پړه د طالبانو د جماعت الاحرار نومې ډلې وياند احسان الله احسان قبوله کړې ، او ورسره د جندالله نومې ډلې لخوا هم په مطبوعاتو د بريد د زمه وارۍ قبلولو وئيل شوي .

راپورونه د چارواکو د قوله وايي ، په واهگه د شوي خودکش حمله کوؤنکي د وجود اندامونه يي د ډي اېن ای ټيسټ دپاره لبيارټرۍ ته ليږلي ، او د پنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف د پېښې د تحقيقاتو دپاره د کميټۍ جوړلو امر کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG