لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش تندروه ډلې په تېونس کې د برید پړه منلې.


وسله والو د تیونس په باردو نومې عجائب خانه حمله کړې ده چې پکې د خارجي سیلانیانو په شمول ١٩ کسان وژل شوي دي
وسله والو د تیونس په باردو نومې عجائب خانه حمله کړې ده چې پکې د خارجي سیلانیانو په شمول ١٩ کسان وژل شوي دي

اسلامک سټېټ یا داعش تندروه ډلې تیره ورځ د تیونس په یو عجاېب ګهر کې شوې خونړي برید پړه منلې. او د چارواکو په وینا پدغه برید کې د مړو شمیره ۲۳ ته رسېدلې چې زیات تره پکې خارجي سېلګران وو.

د تندروه ډلې لخوا په ویب پانړه خپور شوي یو بیان کې وېلې شوي دغه برید په مسلمان تیونس هیواد کې د غیر مسلمو پرضد یو برید وو.

تیره ورځ په تیونس کې چارواکو وېلي وو وسله والو د تیونس په باردو نومې عجائب خانه حمله کړې ده چې پکې د خارجي سیلانیانو په شمول ١٩ کسان وژل شوي وو. نن بیا د وژل شوو شمیره ۲۳ ته رسېدلې.

امنېتي ځواکونو تر مخه تیره ورځ ېی د دغه برید په محال دوه تندلاري وژلې هم دي. او ددغو پېژندګلو د یاسېن لابادي او هاشم خاچنوېي په نوم شوي.

وژل شوو کسانو کې د پولینډ، اټلي، جرمني او سپین ١٧ سیلانیان شامل دي. د امنیتي ځواکونو دوه غړي هم په پیښه کې وژل شوي دي.

د تیونس په ټیلي وژن عسکونو کې لیدلی کیدل چې د مشر عمر سیلانیان او ماشومان د امنیتي ځواکونو په تحفظ کې د پېښې د ځائې نه بوتللی کیدل.

په عجائب خانه حمله په داسې مهال شوې چې پارلیمنټ کې د هیواد ترهگرۍ خلاف قانون په هکله نشست روان وو چې پکې د انصاف وزیر، ججانو او د پوځې یو شمیر افسرانو برخه اخیسته.

XS
SM
MD
LG