لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان واشنګټن سفر به د پاکستان پوځ ته امریکاي مرستې بحال کړي او که نه؟


Michael Kugelman
Michael Kugelman

څېړونکي وايي چې د مالي ستونزو سره مخ د پاکستان حکومت او پوځي مشران به د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره په ملاقات کې ګڼ شمېر غوښتنې وړاندې کوي خو د امریکې صدر به ورسره ډېر څه ونه مني او ګوري به چې پاکستان د طالبانو سره د افغانستان په صلحه کې څه کردار لوبولی شي.

د امریکې د څېړنې ادارې وډرو ویلسن کې څېړنکار مایکل کوګل مین په وایس آف امریکا کې د یو بحث په وخت ویلي چې د پاکستان او امریکې مشران پداسې وخت لیدل کتل کوي چې د امریکې لخوا پاکستان پوځ ته دفاعي مرستې ودرول شوي او د نړیوالې څارونکې ادارې ایف ای ټي ایف لخوا د تندلارو مالي مرستو مخنیوي کې د ناکامۍ په سر د مالي بندیزونو سره مخ کېدی شي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د واشنګټن په سفر د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره په وایټ هاوس کې د جولاي په ۲۲تمه نېټه لیدل کتل کوي.

د عمران خان او ډانلډ ټرمپ د ملاقات ماحول به څنګ وي؟

کوګل مین وايي داسې ښکاري چې دواړه مشران به په ښه ماحول کې خبرې اترې وکړي. نوموړی زیاتوي که څه هم ډېرې خبرې معلومې دي خو بیا هم د ډانلډ ټرمپ او عمران خان د خبرو په اړه څوک هم د وړاندې نه اندازه لګولی نه شي.

کوګل مین وايي چې خلک فکر کوي چې عمران خان او صدر ټرمپ په مزاج کې ډېر نزدې دي او داسې ښکاري چې یو بل ډانلډ ټرمپ د امریکې صدر سره ملاقات کوي.

دواړه هیوادونو په خپل رسمي بیانونو کې ویلي په دغه ملاقات کې به په دوه اړه خیزه تعلقاتو، سیمه ییز امن او یو شمېر مهمو مسلو باندې خبرې اترې کوي.

پاکستان او طالبان څه غواړي؟

مایکل کوګل مین وايي چې افغانستان کې طالبان د صلحې په لوظنامه کې سنجیده نه ښکاري خو د خپلو ګټو لپاره یو څه لار راویستل غواړي.

؛زه فکر نه کووم چې طالبان په خبرو کې جدي ښکاري، دوي غواړي چې افغانستان نه د امریکاي او نړیوال ځواکونو د وتو لپاره یو تړون وکړي.‍

نوموړی واي چې د طالبانو سره اړیکو او په دوي د اغیز له وجې به په راتلونکې کې د طالبانو په واک کې راتلل او یا دوي ته لوي کردار ورکول به د پاکستان په ګټه وي خو زیاتوي دا به د امریکې په ګټه نه وي.

صدر ټرمپ به د شکیل آفریدي د خوشې کیدو غوښتنه کوي؟

امریکاي چارواکو او د کانګریس غړو د تېرو اته کالو راهسې د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د القایده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ځای معلومولو کې د امریکې استخباراتي ادارې سي آي ای سره په مرسته تورن ډاکټر شکیل آفریدي دې د قید نه خوشي کړي.

مایکل کوګل مین وايي دا امکان شته دی چې امریکاي چارواکي د پاکستان وزیراعظم نه د شکیل آفریدي د خوشې کولو غوښتنه وکړي.

د پاکستان او امریکې تعلقات به بېرته پرځای شي؟

د پاکستان په مطبوعاتو کې د عمران خان سفر په داسې طریقه ښودل کیږي د پاکستان او امریکې اړیکې بیا په سمیدو دي خو د څېړونکو په نظر دا صرف د پاکستان طمع کېدی شي.

د پاکستان یو وتلې څېړنکاره عایشه صدیقه وايي د عمران خان د سفر په وخت اصلي خبرې د پاکستان پوځ کوي او ترټولو غټ هدف به یې پاکستان ته امداد بیا بحالول وي. مایکل کوګل مین هغه فکر نه کوي چې پاکستان ته به امداد بیا بحال شي.

د پاکستان یو وتلې خبریال او څېړنکار محمد حنیف د امریکې په یو معتبره ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې په یو لیکلې مقاله کې ویلي چې د عمران خان نوی پاکستان د زوړ پاکستان نه بدل نه دی ځکه چې د نوموړي په وینا په پاکستان کې دا خبره عامه ده چې نه پوهېږې نو د پوځ سره ملګری شه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG