لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د سخت دریځه سپین پوستکو نسلي ډلو غندنه وکړه


صدر ټرمپ په واضحه ټکو کې وویل د کی کی کی، نیو نازي او د نورو هغه ټولو ډلو غندنه کوي چې د رنگ او نسل په بنیاد تشدد راپاروي
صدر ټرمپ په واضحه ټکو کې وویل د کی کی کی، نیو نازي او د نورو هغه ټولو ډلو غندنه کوي چې د رنگ او نسل په بنیاد تشدد راپاروي

ددې تنقید ورسته چې د ورجینیا ریاست په شارلټس ویل ښار کې يي په نسلي تشدد کې د ککړو سخت دریځه سپین پوستکو ډلوپه مناسب توگه غندنه نه ده کړي، صدر ډانلډ ټرمپ وویل په امریکا کې نسلي تعصب هیڅ ځای نه لري او د سپین پوستکو په شمول د ټولو هغه ډلو په کلکه مخالفت کوي چې د رنگ او نسل په بنیاد کرکه، نفرت او تشدد راپاروي.

د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته صدر ټرمپ په خپل بیان کې وویل نسلي تعصب "شیطاني" فعل دی.

صدر ټرمپ وویل د امریکې د بیرغ او د قانون دلاندې ټول امریکایان برابر دي او هیڅ څوک هم د رنگ او د نسل په بنیاد څه امتیاز نه لري.

صدر ټرمپ په واضحه ټکو کې وویل د کی کی کی، نیو نازي او د نورو هغه ټولو ډلو غندنه کوي چې د رنگ او نسل په بنیاد تشدد راپاروي.

کی کی کی د کو کلس کلین په نوم د سپین پوستکو هغه سخت دریځه ډله ده چې په شارلټس ویل کې پرې په تشدد کې د ککړتیا الزام لگول شوی دی.

هم دغه رنگ صدر ټرمپ د نیو نازي نوم هم واخیستلو چې يي مطلب د جرمني د نازیانو په روش تلونکو هغه خلکو نه دی چې د سپین پوستکو نسلي برتري قایمول غواړي.

صدر ټرمپ وویل د هغه ډلو هم مخالفت چې امریکایانو ته د گرانو اقدارو مخالفت کوي.

په شارلټس ویل کې تشدد د سخت دریځه سپین پوستکو او د دوي د مخالفینو ترمنځ د جگړو په نتیجه کې شروع شو. سخت دریځه سپین پوستکو په ښار کې د جنرل رابرټ ايي لي د مجسمې د لرې کیدو خلاف احتجاج کولو چې ددوي مخالفین هم میدان ته راوتل او د دواړو فریقینو ترمنځ نښتې وشوې.

په دغه موقعه یو مشکوک سپین پوستکې تن د مخالفینو په ډله موټر ور وخیږولو چې له امله يي ٣٢ کلنه میرمن هیدر هاير ووژل شوه او تر د ٢٠ ؤ پورې نور زخمیان شول. په شارلټس ویل کې ددغه صورتحال جاج اخیستونکي هیلي کاپټر د غورځیدو په نتیجه کې دوه عسکر هم ووژل شو.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ بیان ددې تنقید ورسته ورکړو چې په شارلټس ویل کې په تشدد کې د ککړو سخت دریځه سپین پوستکو ډلو يي په مناسب ډول غندنه نه ده کړي.

جنرنل رابرټ ايي لي په سول وار کې د جنوبي ریاستونو یو اهم پوځي مشر و. د امریکې سول وار یا خانه جنگي د جنوبي او شمالي ریاستونو ترمنځ د غلامۍ په سر پیل شوی و. جنوبي ریاستونو د غلامۍ نظام برقرار ساتل غوښتل خوشمالي ریاستونه ددې مخالف وو. جنرل رابرټ ايي لي د جنوبي ریاستونو ځینې خلک یو اتل گڼي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG