لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټیلرسن: امریکا د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي


د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ویلي امریکا په افغانستان کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مفاهمت او د سولې ملاتړ کوي. هغه خبرداری وکړو چې پاکستان دې د وسله والو په اړه خپل دریځ بدل کړي.

ښاغلي ټیلرسن د نهې، سه شنبې، په ورځ یو خبري کانفرنس ته وویل د ترهگرۍ خلاف کې جنگ د پاکستان د خدماتو ستاینه کوي خو اسلام آباد باید د ترهگرو په اړه خپل دریځ بدل کړي.

ریکس ټیلرسن وویل امریکا به پاکستان ته امداد د شرایطو سره تړي. هغه دا خبره په بیا بیا تکرار کړه چې امریکا پاکستان سره همکارۍ ته تیاره ده خو پاکستان باید وسله والو ته په خپله خاوره پناه ورکولو نه لاس واخلي.

خارجه وزیر په دې خبره د څه ویلو نه ډډه وکړه چې تپوس ترې وشو ایا د افغانستان په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگ لارې د لاندې امریکايي ځواکونه په پاکستان کې هم د مشکوک ترهگرو خلاف اقدامات کولی شي او که نا؟

ریکس ټیلرسن وویل امریکا د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو حمایت کوي. هغه زیاته کړه چې په طالبانو کې داسې عناصر شته چې د سولې خبرې ورسره کیدی شي.

هغه وویل ضرورت ددې خبرې دی چې افغان حکومت او طالبانو سره کښېي او د مسلې حل راوباسي.

ریکس ټیلرسن وویل طالبان د مذاکراتو میز ته په راکښ کولو کې "اهم" کردار ادا کولی شي.

په افغانستان کې د امن په اړه ریکس ټیلرسن د هندوستان د کردار هم ستاینه وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG