لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي ددوي په ولقه کې د امریکايي ښونکي صحت په تندۍ خرابیږي


ددې تصویر په ښي لاس کې کیون کنگ او د په گس لاس د اسټریلیا ټمپتي ویکس لیدل کیږي
ددې تصویر په ښي لاس کې کیون کنگ او د په گس لاس د اسټریلیا ټمپتي ویکس لیدل کیږي

د افغانستان طالبانو ادعا کړې د هغوي په ولقه کې د امريکايي استاذ کېون کنګ صحت په تندۍ خرابيږي او هغه زر تر زره درملنې ته اړتيا لري.

۶۰ کلن امريکايي کنګ او د هغه ۴۸ کلن اسټريلين ملګری تيموتي ويکس چې د کابل په امريکن پوهنتون کې استاذان ؤ، د په اګست ۲۰۱۶م کې طالبانو د ټوپکو په زور تښتولي وو.

طالبانو د دغو تښتول شوؤ استاذانو په بدل کې د خپلو طالبانو بنديانو خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ رسنيو ته په لېږلي يو خبر کې ويلي امریکايي استاذ د زړه او پختورګي په ناروغۍ اخته دي او زر دوايانو ته اړتيا لري.

طالب وياند دا هم ويلي دوي د هغه د درملنې هڅه کوي خو د جنګ په حالت کې دي نو ځکه يې پوره علاج نشي کولی.

طالب وياند په خپله بيان کې وویل امریکې دې ددوي غوښتنه ومني چې هغوي تښتول شوي استاذان ازاد کړي.

د امریکن پوهنتون استاذانو او زده کوونکو د استاذ د صحت په خرابۍ د خفګان څرګندونه کړې ده.

دوي ويلي طالبانو يې بې ګناه استاذان تښتولي دي او هغوي افغان ځوانانو ته زده کړې ورکولې او د افغانستان په سوله کې کردار لوبولو.

د پوهنتون زده کوونکو او عملې ويلي استاذانو چا ته زيان نه دی رسولی او دوي د طالبانو نه په سمدستي ډول د هغو د راخوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دوي د تښتول شوؤ استاذانو په نوم ليکلي ، چې ستاسو د راخوشي کېدو دپاره پوره دعاګانې او پوره هڅې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG