لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ صوبه کې د هړتال په موقع چاؤدنې


صوبه کې د جسمم لخوا دغه هړتال د متحده قومي مومنټ ډلې د مشر الطاف حسېن د يو بيان په ضد کولی شي
صوبه کې د جسمم لخوا دغه هړتال د متحده قومي مومنټ ډلې د مشر الطاف حسېن د يو بيان په ضد کولی شي

د سندهـ صوبې په بېلابيلو ښارونو کې د سندهي قام پرسته ډلې جئی سندهـ متحده محاذ (جسمم ) د هړتال په مهال د کريکرو نزدې 40 چاؤدنې شوي ، چې پکې لږ ترلږه 7 کسان ژوبل شوي دي . د جسمم لخوا دغه هړتال د متحده قومي مومنټ ډلې د مشر الطاف حسېن د يو بيان په ضد کولی شي .

د سندهـ صوبې په بېلابيلو ښارونو کې د سندهي قام پرسته ډلې جئی سندهـ متحده محاذ (جسمم ) د هړتال په مهال د کريکرو نزدې 40 چاؤدنې شوي ، چې پکې لږ ترلږه 7 کسان ژوبل شوي دي . صوبه کې د جسمم لخوا دغه هړتال د متحده قومي مومنټ ډلې د مشر الطاف حسېن د يو بيان په ضد کولی شي .
د راپورونو ترمخه د جمعې د شپې راهسې د کراچۍ او حېدراباد په گډون د صوبې په لويو وړو ښارونو کې د کريکرو چاؤدنې رپورټ شوي ، چې پکې د يو پوليس پشمول اووه کسان ژوبل شوي دي .
د کريکرو دغه چاؤدنې په داسې مهال شوي دي ، چې نن د خالي په ورځ سندهي قام پرسته ډله جسمم د اېم کيواېم ډلې د مشرالطاف حسېن د هغې وينا په ضد هړتال کوي ، کوم کې چې الطاف حسېن وئيلي ؤ که پيپلزپارټۍ ته اردو ويونکي سندهيان قبول نه وي نو دوي له دې بيله صوبه جوړه کړي .
د اېم کيو اېم مشر دغه خبره حيدراباد کې يوې جلسې ته د ټيلفوني وينا په وخت کړې وه ، او سندهي قام پرسته ډلو پرې سخت غبرگون ښکاره کړی ؤ .
د راپورونو ترمخه جسسم ډلې د برطانيي حکومت ته خط ليگلی او وئيلي يې دي چې د برطانيي وگړی الطاف حسېن داسې بيانونه کوي د کوم نه چې په سيمه کې بدامني جوړيږي ، د سرچينو ترمخه خط کې د برطانيي حکومت نه د الطاف حسېن په ضد د کارروايئ غوښتنه شوي او زياته کړی شوې ده که برطانيه داسې ونه کړي ، نو جسسم به د الطاف حسېن په دغسې کولو کې برطانيه د هغه حصه داره گڼي .
په کراچۍ ښار کې د کريکرو چاؤدنې د ناگن چورنگۍ ، لانډهي ، گلشن حديد ، يونيورسټي روډ او قيوم اباد سيمو کې رامنځته شوي دي . او حېدراباد کې نامالومه کسانو د لطيف اباد ، قاسم اباد او لبرټي چوک په گډون په اووه ځايونو کې کريکر ي ويشتي دي .
د صوبې په دادو ، نوشهره فېروز ، لاړکانه ، جامشورو ، مهراب پور ، هاله ، انډس او نېشنل هائي ويز سره په نورو علاقو کې هم دغه رنگ پېښې رامخې ته شوي دي . پوليس چارواکو وئيلي چې په چاؤدنو کې هړتال کوؤنکې ډله ککړ ښکاري ، ځکه چې وړاندې هم دغه شان پېښې د هړتال د اعلان په وخت شوي دي .
د حيدراباد د پوليس مشر اېس اېس پي عرفان بهادر د شپږو تاڼو پوليس افسران (اېس اېچ او ) د دادو او بهټ شاه تاڼې اېس اېچ اوز په ډيوټۍ کې د لاپرواهۍ کولو په سر معطل کړي دي .
د سيمې نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه د جسسم د کاربنديز په مهال لاړکانه ، نواب شاه ، ټنډومحمدخان ، جام شورو ، کوټړي ، بدين او د حېدراباد په ځينو سيمو کې کاروباري مرکزونه په مکمله توگه تړلي پراته دي .
د سرچينو ترمخه تېره شپه د صوبې په بيلابيلو سيمو کې د کريکرو د چاؤدنو اېف ائې ار د جسسم ډلې د مشر شفيع پربت او نورو نهه کسانو په ضد درج کړی شوی دی . او پوليس چارواکو د چاؤدنو په تور کې د ککړو يو شمېر کسانو د نيولو ادعاوې کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG