لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : ډرون بريد کې څلور کسان وژل شوي


په قبائيلي سيمو کې دغه ډرون بريدونه په داسې حال کې کيږي ، چې په شمالي وزيرستان پوځي عمليات هم روان دي
په قبائيلي سيمو کې دغه ډرون بريدونه په داسې حال کې کيږي ، چې په شمالي وزيرستان پوځي عمليات هم روان دي

د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په بېرمل تحصيل کې امريکايي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې په بريد کې څلور کسان وژل شوي دي .

د سرچينو ترمخه دغه بريد تېره شپه ناوخته د جنوبي وزيرستان د بېرمل تحصيل اعظم ورسک علاقې په نرگس کلي کې شوی ، او بې پائيلټه ډرون د اشرف وزير نومې کس په کور باندې څلور ميزائيلې داغلي دي .

سرچينې وايي د ميزائيلو په بريد کې وژل شوي څلورو واړه کسان بهرنيان دي ، چې پکې يو عرب (عادل ) نوميږي او درې نور ازبک دي . او دغه کور چې په نخښه شوی دا دغو وسله والو د مرکز په توگه کارولو .

د پاکستان په قبائيلي سيمو کې په روان کال کې ۱۵ ډرون حملې شوي ، چې پکې ۱۳ په شمالي او ۲ په جنوبي وزيرستان کې شوي دي .

روان کال کې زياتره ډرون بريدونه په داسې مهال شوي ، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات هم کوي .

د پاکستان حکومت د ډرون بريدونه غندنه کوي ، او وايي ډرون بريدونه يي د ترهگرۍ په ضد روانې جهگړې ته د گټې په ځاېې تاوان اړوي .

خو امريکايي چارواکي ډرون د ترهگرو په ضد يوه موثره وسله گڼي .

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG