لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ : د خوراک د کمي له امله ۴۱ ماشومان مړه شوي


په صحرائې تهر کې اوبه کمې او خلک يې په باراني اوبو وخت تېروي ، ولې چې باران ونه شي نو په سيمه کې اوبه وچې ، قحط راشي او مختلفې ناروغۍ خورې شي
په صحرائې تهر کې اوبه کمې او خلک يې په باراني اوبو وخت تېروي ، ولې چې باران ونه شي نو په سيمه کې اوبه وچې ، قحط راشي او مختلفې ناروغۍ خورې شي
د سندهـ صوبې په صحرائي سيمه تهر کې د نمونيا او خوراک د کمي له امله ۴۱ ماشومان مړه شوي دي ، د صوبې اعلي وزير قائم علي شاه وئيلي ، د تهر د خلکو په امداد کې غفلت شوی دی .
د راپورونو ترمخه د سندهـ صوبې په لرې پرته سيمه تهر صحرا کې د خوراک د کمي او نمونيا ناروغۍ له امله د ۱۰۰ څخه زيات کسان مړه شوي ، چې زياته شمېره پکې د ماشومانو ده .
ولې نن د جمعې په ورځ د صوبې وزيراعلي قائم علي شاه مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، د سرکاري شمېرې ترمخه په تهر کې ۴۱ ماشومان په دوه مياشتو کې مړه شوي دي ، هغه ووئيل ماشومان يواځې د خوراک د کمي نا ، بلکې د نمونيا او نورو ناروغو له امله مړه شوي دي .
نوموړي د زيارت په ورځ د تهر سيمه ايز روغتون دوره کړې او وئيلي ؤ ، چې روغتون کې دوايانې کمې او متاثره سيمه کې خلکو ته د صوبايې حکومت لخوا لېږل شوي غنم نه دي وېشل شوي .
قائم علي شاه نن ووئيل علاقه کې د غنمو په نه تقسيمولو او خلکو ته د راپېښو ستونځو نه هوارولو په عفلت يې د علاقې د صحت چارواکي معطل کړي دي .
نوموړي د تهر صحرا د متاثرينو دپاره د لس کروړه روپو ، او سيمه ايز روغتون دپاره يې د يو کروړ روپو ورکولو اعلان وکړو او زياته يې کړه په سيمه کې د لاپرواهۍ کوؤنکو چارواکو نه د تحقيقاتو دپاره به کميټي جوړولی شي .
د سندهـ صوبي د سترې محکمې مشر قاضي جسټس مقبول باقر صحرائې تهر کې د خوراکي کمي له امله د ماشومانو د مړه کېدو په پېښه خپل ځاني نوټس اخستی او د مارچ په ۱۴م نېټه يې رپورټ غوښتی دی .
د کراچۍ ښار نه نزدې ۳۰۰ کلومېټره لرې پرته صحرائي سيمه تهر چې پوله يې د هند صحرائي سيمې راجستان سره لگېدلې ده ، او د لاکهونو په شمېره کې خلک پکې مېشت دي . اکثر پکې بارانونه نه کيږي .
په صحرائې تهر کې اوبه کمې او خلک يې په باراني اوبو وخت تېروي ، ولې چې باران ونه شي نو په سيمه کې اوبه وچې ، قحط راشي او مختلفې ناروغۍ خورې شي ، له دې وړاندې هم تهر کې د قحط او مختلفو ناروغو له امله په غټه کچه د څارؤ او مرغو د وژنو خبرونه مخې ته راغلي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG