لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نرښځیانو اتحادیه ګیله کوي حکومت خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې


د پېښور په پرېس کلب کې د بشري حقونو تنظیمونو او د سیاسي ګوندونو په غونډه کې له صوبايي حکومته غوښتنه شوې ده چې د نرښځیانو د بشري حقونو د ساتنې په اړه دې صوبایي حکومت قانون سازي وکړي.

قمر نسیم وویلي د پښتونخوا حکومت د نرښځیانو د ساتنې په اړه ژمنې کړې وې خو اوس چې دوی ته د بشري حقونو تنظیمونو یوه پالیسي ورکړې ده نو حکومت د دغه پالیسۍ له عملي کولو ډډه کوي.

نوموړی وايي، په پنجاب او سند صوبه کې دا خبرې اوس ډېرې وړاندې تللې دي خو خیر پښتونخوا په دې کې پاتې راغلې ده.

هغه وویل، موږ دا غوښتنه کوو چې پښتونخوا کې دې هم ژر تر ژره دغه پالیسۍ ته قانوني حېثیت ورکړي.

د نرښځیانو د اتحادیې مشره فرزانه جان وویلۍ چې په دې صوبه کې د هغوي حقونه تر پښو لاندې کېږي. خو حکومت د دغه بشري حقونو د سرغړونې د مخې نیولو لپاره د پام وړ ګامونه نه دې پورته کړې.

نوموړې وايي، موږ له حکومته هم هغه حقونه غواړو کوم چې یو نر یا یو ښځې ته حاصل دي.

فرزانه زیاته کړه حکومت له موږ سره په اسلام اباد کې په دوو روغتونونو د اعلاج کولو لپاره یو یو واټ، د صحت کارډونه،کورونه،کاروبار او په هره میاشت کې د درې زرو روپۍ تنخواګانې د ورکولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې هېڅ هم نه دي کړي.

د پارو په نوم یو بل نرښځي مشال راډیو ته وویل چې هغه هم په خپل مټ ځان له د جامو جوړولو او د ټوکو کاروبار پیل کړی دی.

پارو زیاتوي د هغوي ملګرې یوازې د موسیقۍ د محفلونو جوړولو صلاحیت نه لري بلکې دوی د نورو انسانو په رنګ د معاش د ګټلو نور صلاحیتونه هم لري.

نوموړې وویل، له ما سره د کاروبار پیلولو په لړکې حکومت یا نور چا څه کومک نه دی کړی، نرښځیانو ته څوک د انسان په نظر نه ګوري نو صلاحیتونه به یې څوک ومني؟

هغه وايي، زما ډېر نور ملګري هم د نڅا او موسیقۍ په ځای نور کار روزګار پيل کول غواړي خو پکار ده حکومت د هغوي دډاډګېرنې لپاره څه ګامونه پورته کړي.

حکومت لا تردې دمه د نرښځیانو د دې تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې صوبايي چارواکو د نرښځیانو د ټولو ستونزو د حل کولو لپاره د صوبايي اسمبلۍ دیو قانو د منظورولو ژمنهکړې وه.

په پېښور پرېس کلب کې د نرښځیانو د بشري حقونو د ساتنې په اړه شوې غونډې نور حال د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې په لاندیني لنک واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG