لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پینټاگان:کیدای شي پاکستان د (کمیونسټ) چین د سمندري پوځ اډه جوړه شي


A view of the newly built Gawadar port, about 700 kilometers (435 miles) west of Karachi, Pakistan, Monday, March 19, 2007.
A view of the newly built Gawadar port, about 700 kilometers (435 miles) west of Karachi, Pakistan, Monday, March 19, 2007.

د واشنگټن نه ارباب محمود او د اسلام اباد نه اورنگزیب خان

د امریکا پوځي مرکز پینټاگان د ٢٠١٦م رپورټ کې لیکلي: امکان دی چین د خپلو ملګرو هیوادونو (لکه پاکستان)چې یو شان سټراټیجکي گټې لري.اوبهرنیو پوځیانو ته د اډو ورکولو تاريخ هم، هلته سمندري اډې جوړې کړي.

د پینټاګان په کلیز رپورټ باندې د پاکستان د انګریزۍ ژبې وتلې ورځپاڼې ډان په یوه اداریه کې اندیښنه ښودلې او وايي که داسې وي نو دا د پاکستان لپاره خطر لري.

د واېس اف امریکا ډیوه سره په خبرو اترو کې د پاکستان د دفاعي چارو څیړونکی او پخوانی جنرال طلعت مسعود واېي: (د نړایوالو قوتونو سره پاکستان ترخې تجربی لري. که پاکستان د تاریخ نه زده کړه کړي وي نو پکار ده چین ته اجازه ور نه کړي چې پاکستاني بندرونه د پوځي دفاع لپاره وکاروي.)

پاکستان او چین په کال ۲۰۱۵م کې په چین کې د کاشغر نه د پاکستان بلوچستان ایالت د عرب سمندرګي په غاړه ګوادر بندر پورې د لویې اقتصادي لارې غزولو پلان لاسلیک کړی. دواړه هیوادونه دعوه کوي چې په دغه منصوبه به ۴۶ بلینه ډالره لګښت لګي.

د پاکستان بلوچستان صوبې سېنېټراودچین پاکستان اقتصادي لارې د کمېټۍ غړی عڅمان کاکړ پدغه اړه ډیوه ریډیو ته واېي: ( زما معلومات ښاېي چې چین په ګوادر کې ۶۰ کلومیټره اوږد دیوال جوړوي چې ښايي دا پروژه اقتصادي نه بلکه پوځي ده.)

د پاکستان د پوځ په اړه ځنې پاکستاني خبریالانو په بهرنو ورځپاڼو کې ښکاره لیکلي د چین او پاکستان په اړیکو کې د پاکستان لخوا مشري دپاکستان پوځ کوي. ډان ورځپاڼه هم په یاده شوې اداریه کې لېکي د چین سره د اړیکو په معامله کې پوځ د هر څه واک اختیار لري.

پېنټاګان په دغه کلیز رپورټ کې دا انديښنه هم ښودلې چې بهرنو هیوادونو کې د سمندري پوځ اډې جوړول به د چین لپاره اسان کار نه وي. ځکه چې د سېمې نور هیوادونه به د دغو اډو ملاتړ اونه کړي.

(د چائنا پاکستان ایکسس: ایشیازنیوجیوپولیټکس) نومې کتاب لیکوال انډريو سمال د پینټاگان د رپورټ روسته فاېننشل ټائمز اخبار ته وئیلي د افریقا په جبوتي هیواد کې د لوظنامې روسته پاکستان د چین ښکاره انتخاب دی. او داسې ښکاري چې د پیپلزلبریشن ارمي نیوي یا د چین سمندري پوځ هم دغې ته داسې ګوري.

د پینټاگان په دې رپورټ به د جمعې په ورځ (د پاکستان په وخت)ماښام اووه بجې بهروز خان د ډیوه ریډیو پریس کانفرنس پروگرام کې د څیړونکو سره تفصیلي خبرې کوي. اوریدل ئې مه هیروۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG