لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکاي سنیټران واي په پاکستان کې د سیاسي اړي گړي حالات څاري


په امریکا کې د پاکستان په روان سیاسي اړي ګړي نن کوم رسمي بیان ورکړل شوی نه دی خو د امریکا دوؤ سنیټرانو وي او ای ډیوه ته ویلي چې حالات څاري

د امرېکې یو سنیټر کریس وان هالن نه وي او ای ډیوه چې په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې دلته به په وزارت خارجه کې نن دمهمو چارواکو سره خبرې اترې کوي:

"زه په پاکستان کې په روانو حالاتو اندېښمن یم، زه پلان لرم چې نن خارجه وزارت کې مهمو کسانو سره د پاکستان په اړه خبرې وکړم. پاکستان انتخاباتو ته اړتیا لري. او دا باوري کړو چې د انتخاباتو د ورځې پر ټاکلو اتفاق وشي، چې د پاکستان خلک په ازاده او شفافه لاره خپل رهبران وټاکي"

د سوډان په حالاتو باندې د لته د امرېکې د سینېټ د خارجه چارو کمیټۍ د یوې غونډې په وخت وي او ای ډیوه د بل سنېټر بن کارډن نه هم دغه پوښتنه وکړه نو هغه وویل:

(معلومات) لا راروان دي. مونږ انتظار کوو او ګورو چې د سولې لپاره څه مدد کولی شو. مونږ حالات څارو.”

تېره ورځ د امرېکې مشرانو د پاکستان په سیاسي وضع خپل غبرګونونه ښودلي وو.

د امریکا واېټ هاوس او خارجه وزارت په خپل جدا جدا غبرګونونو کې ویلي وو د هیواد قانون او اېین تر څنګ دې د جمهوري اصولو خیال وساتل شي.

واېټ هاوس وویل، امریکا پاکستان کې د کوم سیاسي ګوند یا مشر او یا د چا د مخالفه مشر په اړه کومه رایې نه لري خو غوښتنه لري چې په ګرده نړۍ کې دې د قانون او جمهوري اوصولو احترام وشي.

خارجه وزیر انتوني بلنکن د عمران خان د نیولو وروسته په خبل غبرګون کې ویلي وو د پاکستان په اړه یې رپورټونه کتلي دي او غواړي چې پاکستان کې دننه څه هم کیږي، د اېین او قانون لاندې دې وشي.

د وي اوای اردو څانگې سره د خبرو په وخت د امریکايي کانګرس غړي برېډ شرمین هم د عمران خان نیولو ته سخت غبرګون ښودلی او د عمران خان نیول یې یو بد ګام بللی.

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG