لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا مرستو ځنډولو سره د پاکستان پوځي لګښت په سر پوښتنې؟


us military aid
us military aid

کله چې د کال ٢٠١٨ په وړمبي ټویټ کې د امرېکا صدر ډانلډ ټرمپ وویل چې د امریکا د ۳۳ اربه ډالرو په بدل کې پاکستان یواځې دروغ ویلي او ټګي يې کړې نو بېشکه، ښاغلي ټرمپ د پاکستان په یوه ډیره حساسه موضوع ګوته کېښوده.

د ښاغلي ټرمپ ټویټ سره دا پوښتنې راوچتې شوې چې په تیرو ۱۵ کالو کې دومره ډېرې پېسې چرته لاړې؟ او بله دا چې که دا په پوځي لګښتونو مصرف شوي وي نو په پاکستان پوځي امداد ځنډولو د اعلان وروستو به، اوس په اقتصادي توګه کمزوری پاکستان د خپل کلیز پوځي بودیجې پوره کولو لپاره نورې کومې نوې لارې ګوري؟

امریکا د پاکستان نه غوښتنه کوي چې په خپله خاوره پټو هغه افغان طالبانو او حقاني ترهګرې ډلې پرضد دې ګامونه واخلي چې په افغانستان کې د امریکا او افغان عسکرو پرضد جنګیږي.

د امریکايي چارواکو په وینا پاکستان ته ورکړی کیدونکی ۲۵۵ ملینه ډالره امداد به ځنډوي. د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار د صدر ټرمپ د انتظامې د چارواکو د خلې وايي ٫٫ نژدې د ۱.۳ اربه ډالرو مالي امداد به منجمد یا وتړل شي٬٬.

که څه هم تراوسه دا ښکاره نه ده چې د پوځي امداد دغه ځنډیدل به د پاکستان په پوځ څومره اغیز ولري، ځکه د پاکستان پوځ د دغه امداد په اړه ډیر کم معلومات ښکاره کوي چې دغه امداد چرته او څنګه مصرف کیږي.

د امریکا لخوا په پاکستان زیاتیدونکی فشار

د صدر ټرمپ انتظامې د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه نوي پالیسۍ کې په پاکستان فشار ساتلی چې افغان پولې ته نژدې په خپله خاوره موجودو ترهګرو پرضد کاروايي وکړي. خو پاکستان وايي چې د خپل وسه پورې د ترهګرۍ پرضد جګړه کړې او د صدر ټرمپ نېوکې يې بې ضاېعه بللي.

د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د کال لومړي ټویټ پیغام په پاکستان کې سخت غبرګون هم راپارولی. د دغې وروستو د هیواد پوځي او جمهوري مشرانو په یوه ګډه غونډه کې ویلي ٫٫ د دوي قربانۍ په بې دردۍ سره د یو څه مالي ارزښت په بدل کې هېرې کړی شوي دي٬٬. د غونډې وروسته بیان د امریکا مرستې ٫٫ خیالي مرستې٬٬ بللي.

د امریکا په نیویارک او واشنګټن ښار د یولسم سپټمر د ترهګر برید وروستو د امریکا لخوا پاکستان ته اقتصادي مرستې یو ځل بیا پېل شوې. د ترهګرۍ پرضد پېل شوې نړیواله جګړه کې د افغانستان سره په پوله پروت پاکستان د امریکا او نړۍ یو مهم هیواد وګرځید او پاکستان د امریکا نه تر ټولو زیات پوځي او اقتصادي امداد اخستونکی دریم هیواد جوړ شو.

د کال ۲۰۰۲م راپه دیخوا امریکا پاکستان ته ۳۳.۴ اربه ډالره امداد ورکړی، خو دغه امداد چرته مصرف شوی؟ د دغې حساب کتاب ښکاره نه دی. د امریکایي او پاکستاني چارواکو لخوا رپورټ شوي معلوماتو تر مخه په دغه موده کې د پاکستان پوځ ته په پوځي مرستو کې ۱۴.۵ اربه ډالره او په اقتصادي مرستو کې ۱۸.۸ اربه ډالره ورکړی شوي.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته ویلي چې د پاکستان بجټ کې د امریکا پېسې ځاې کړل کیږي. خو دفاعي لګښت په یو لاېن کې ښودل کېږي.

ډاکټر سلمان شاه د پخواني پوځي امر جنرال مشرف په وخت کې د مالې مرکزي وزیر وو. دا هغه وخت وو چې پاکستان ته د امریکا مالي مرستې تر بل هر وخت زیاتې وې.

د امریکايي امداد د لګښت پوره معلومات نشته

د پاکستان طاقتور پوځ تراوسه د امریکا نه ترلاسه شوي امداد په اړه ښکاره معلومات نه دي ورکړي او نه يې امریکا په دې قانع کړې چې دوي دغه پوځي امداد څنګه او د امریکایي غوښتنو سره سم مصرف کړی او که نه؟

د پاکستان یو پیژندلی اقتصاد پوهه قیصر بنګالي په دې اړه وايي ٫٫ د تیرو ۷۰ کالو راهېسې د پاکستان دفاعي بجټ یا بودیجه پټ بجټ وي، په دې کې څوک پوښتنه نه شي کولی، نه پرې بحث کیږي او نه يې څارنه کیدی شي ٬٬. ښاغلی بنګالي زیاتوي واشنګټن د اېي ایم ایف او نړیوال بنک په لار په اسلام اباد نور فشار هم سېوا کولی شي.

د امریکا د دفاع وزارت د کال ۲۰۰۹م یو رپورټ وايي ٫٫ امریکا په افغانستان کې د ترهګرو او تندلارو د مخ نیوي او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې کامیابیو لپاره د پاکستان پوځ نه غواړي چې په خپله غربي پوله سخته امنیتي څارنه وکړي چې امریکا خپل احداف ترلاسه کړي٬٬.

خو دغه رپورټ زیاتوي ٫٫ امریکايي کانګرس او امریکايي اولس اندیښمن دي چې پاکستان په دغه لړ کې د امریکا د غوښتنو سره سم او ګټه ور ګامونه نه دي پورته کړي٬٬.

د پورونو دعوې

د سرکاري شمیرو او پاکستاني او امریکايي مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د امریکا لخوا پاکستان ته ورکړی کیدونکی دغه امداد د اسلام اباد لخوا د ترهګرو پناه ځایونو پرضد کاروایانو په حساب لاندې بره پاتې شوی.

د پاکستان د خزانې وزارت د اندازو تر مخه د امریکا لخوا پاکستان ته ورکړی کیدونکی امداد د صدر جارج ډبلیو بش او صدر باراک اوباما په وخت کې سېوا وو او د کال ۲۰۰۲م نه تر ۲۰۱۴م پورې هرکال اندازً ۷۲۳ ملینه ډالره ورکړی شوي. خو د صدر اوباما د صدارت په اخري کلونو کې دغه امداد بیا ۳۴۵ ملینه ډالره ته راکم شوی وو.

د صدر ټرمپ د انتظامې لخوا تیرکال په دسمبر کې په دفاعي بجټ کې پاکستان ته ۷۰۰ ملینه ډالره امداد د پاکستاني مرستو سره تړل شوی، خو دغه امداد بیا د نورو څارنو سره هم مخامخ شو، چې د امریکا د دفاع سیکتر به د دې خبرې پخلی کوي چې ایا پاکستان په خپله خاوره د ترهګرو پناه ځایونو په خاصه توګه د حقاني ډلې پر ضد کاروايانې کوي او که نه؟

یادونه: د دې رپورټ انګریزي بڼه په لاندیني لنک کتلی شئ.

https://www.voanews.com/a/us-aid-pakistan-military-spending/4193398.html

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG