لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان ٣ تحصیلونو ٣٠٠ کورنۍ خپلو کورونو ته ورسیدې


 د کال ٢٠٠٩ راهسې په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمېنځ د جگړې له امله بې کوره شوو خلکو بیرته خپلو سېمو ته د ستنیدو په وړمبۍ ورځ ٣٠٠ کورنۍ خپلو کورونو ته تللې دي
د کال ٢٠٠٩ راهسې په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمېنځ د جگړې له امله بې کوره شوو خلکو بیرته خپلو سېمو ته د ستنیدو په وړمبۍ ورځ ٣٠٠ کورنۍ خپلو کورونو ته تللې دي

د کال ٢٠٠٩ راهسې په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمېنځ د جگړې له امله بې کوره شوو خلکو بیرته خپلو سېمو ته د ستنیدو په وړمبۍ ورځ ٣٠٠ کورنۍ خپلو کورونو ته تللې دي.

دغه کډوال یا اي ډې پیز د گل یا دوشنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان دریو تحصیلونو، سره روغه، سروکۍ او تیارزه ته د حکومت په مرسته ستانه شوې دي.

جنوبي وزیرستان کې په کال ٢٠٠٩ کې د راه نجات په نوم پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسله والو خلاف کاروائي شورو کړې وه. د اپریشن په نتیجه کې جنوبي وزیرستان د وسله والو نه پاکه علاقه وگرځولی شوه او د زیاترو سېمو نه بې کوره شوي خلک بیرته خپلو کورنو نه لاړل.

خو سره روغه، سروکۍ او تیارزه تحصیلونو اوسیدونکې لا خپلو علاقو ته نه وو ستانه کړی شوي. د چارواکو په وینا په یوه میاشت کې به د سېمې ١٧٠٠٠ کورنۍ په دغه علاقو کې خپلو کورنو بیرته ولیږلی شي.

د اتوار یا یکشنبې د خیبر پښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمد خان د دفتر نه مطبوعاتو ته جاري شوي یو بیان کې ویل شوي وو چې فاټا سیکریټیریټ سېمه کې د بې کوره شوو خکلو بیا ابادولو دپاره پنځه اربه روپۍ ترلاسه کړې دي.

دغه معلوماتو د خیبر ایجنسۍ په تیراه وادۍ کې د پرمختگ جاج اخیستلو دپاره یوې غونډې ته وړاندې کړی شوي وو.

مامورین وايی حکومت به په قبائیلي سیمو هغه خلکو سره مالي امداد کوي د چا کورونو ته چې د ناقرارۍ دلاسه نقصان رسیدلی دی. د گورنر د دفتر نه شائع شوي معلوماتو ترمخه، د چا کورونه چې په مکمله توگه تباه شوي هغه خلکو ته به څلور لکه روپۍ ورکړی کیږي او د چا کورونو ته چې جزوي نقصان رسیدلی هغوي ته به ١٦٠٠٠٠روپۍ ورکړی کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG