لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټونه: پاکستان کې روانې ترهګرۍ پښتونخوا او بلوچستان صوبې زیاتې ځپلې دي


رپورټونه وايي د تېر کال په څېر د سږني کال (‏‎2024‎م) په وړومبیو درېو میاشتو کې هم پاکستان کې ترهګري زياته وه او د ترهګرۍ نه تر ټولو زياتې د ‏خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې اغېزمنې پاتې شوي.‏

څیړونکي وایي ترهګري اوس يواځې د پاکستان نه بلکې د سیمې مسله جوړه شوې ده او د مخنیوي دپاره يې د شریکو هڅو ضرورت دی.‏

په امنیت کار کوونکو غېر دولتي ادارو ترمخه، په تېر کال ‏‎2023‎م کې د تيرو شپږو کالو په مقابله کې د ترهګري تر ټولو زياتې پېښې شوې وې، خو د روان ‏کال په لومړیو درېو میاشتو کې هم د امنيت صورتحال کې ښه والی نه دی ليدل شوی.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏

خبریال محمود جان بابر وايي، ترهګري اوس يواځې د پاکستان مسله نه ده پاتې، د پاکستان سره افغانستان او ايران هم د دې مسلې سره مخ دي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پکار ده پاکستان او ګاونډي هيوادونه یې يو بل سره کښېني او د ترهګرۍ د مخنيوی دپاره يوه کوټلې تګلاره ‏جوړه کړي.‏

په رپورټ کې ویل شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ویلي، ‏د مارچ په میاشت د ناامنۍ غټې پېښې او بريدونه شوي چې څلور پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.‏

په رپورټ کې ويل شوي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

خبریال لحاظ علي وايي، پاکستان کې په وروستیو کې که تحریک طالبان پاکستان او داعش د ځينو پېښو او بریدونه زمه وارۍ منلي نو دې سره دلته نور ‏وسله وال هم وجود لري، پاکستان له به د ټولو وسله ولو ډلو پرضد یو شان تګلاره جوړول پکار وي.‏

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏

په وروستیو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورینو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري ويلي وو پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ته ‏مشوره ورکوي چې يو بل سره مذاکرات وکړي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې نه کوي او په افغانستان ‏کې د واکمنو طالبانو څخه یې د ټي ټي پي د مشرانو پرضد د سختو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړې وه.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG