شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د جنگي جیټ جهازونو، بمبار هیلې کاپټرو او په توپخانه د وسله والو هدفونه په نخښه کړې دي چې چارواکو پکې د گڼ شمیر ازبک وسله والو د وژلو دعوه کړې ده. چارواکو کاروائې کې ١٠ عسکرو وژنې هم تصدیق کړی دی.
تازه کاروائي میران شاه او علي سیمو کې شوي ده.
بلخوا د شمالي وزیرستان ځېنې ځائې مشرانو لخوا د حکومت او د وسله والو مقامې ډلې حافظ گل بهادر ترمېنځ د سولي معاهده بیا پرځائې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي. د اتمانزۍ قبیلې مشر شیر محمد ددې خبرې تصدیق کړې دی.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال عدنان بیټنې رپورټ کې نور تفصیل دلته اوریدی شۍ