لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ترهګرۍ پرضد اوسنۍ او پخوانۍ تګلاره


Chaudhry Nisar Ali Khan Interior Minister
Chaudhry Nisar Ali Khan Interior Minister
د وزیراعظم نواز شریف حکومت د څو میاشتو سکوت مات کړو او اخر یې د ترهګرۍ په ضد قامي امنیتي تګلاره اعلان کړه. په سل پانړو لیکل شوې نوې دستاویز يې په قامي اسمبلۍ کې د پارلیمان د غړو سره شریک کړو. خو واېي چې هم ډیر زر يې دغه دستاویز بیا د قامي اسمبلۍ د غړو نه واپس واخستو او دریز يې دا وو چې دا یوه قامي پالیسي ده او ساتل يې غواړي. عجیبه خبره دا هم ده چې که یو خوا يې دغه دستاویز د پارلیمان د غړو نه واپس واخسته نو ورسره سم دا غوښتنه هم کوي چې د پارلیمان غړي دې حکومت ته په دغه اړه خپلې مشورې ورکړي.
د ترهګرۍ په اړه د تیر حکومت تګلاره او د هغې دستاویز د پارلیمان د غړو سره په ښکاره شریک کړی شوی وو او بیا هم هغه پارلیمان د امنیتي دستاویز منظوري ورکړی وه. د تیر حکومت د ترهګرۍ په اړه پالیسي په درې بنیادي نقطو چې په 3-D پالیسۍ هم مشهوره شوه یعنې Development یا ترقیاتي کارونه، Dialogue یا د خبرو اترو عمل په مخکې بوتلل او Deterrence یعنې پوځي عملیات کول.
د اوسني حکومت په درې نقطو ولاړې تګلارې کې لومړی ټکی د ” ورځې ورځې“ تګلاره او عملیات کول دي. حکومت دغه برخه د اولس او پارلیمان نه پټه ساتل غواړي. دویمه برخه يې د الفاظو د بدلون تر حده د تیرې تګلارې نه خو جدا ښکاري ولې پیغام يې ښکاره دی. که چری ضرورت وي نو خبرې اترې دې هم د پالیسۍ برخه وګرځول شي. او دریمه برخه يې د ترهګرو له خوا تر سره شوي عملیاتو ته ځواب کول دي. او د موجود خطرلاره نیول دي. په نوی تګلاره کې د پوځي عملیاتو له کبله بی کوره شوو خلقو د پاره حکومتي مرستو او یا بیا دغه روستو پاتو سیمو د ترقۍ لپاره څه واضح هدایات نشته.
د پاکستان د داخله چارو وزیر چودهري نثار په خپله وینا کې دا هم په ګوته کړه چې د امریکا نه پس پاکستان دویم داسې هیواد دی چې پکې تر ټولو ډیری استخباراتي اداری شتون لري. ده اووېل په پاکستان کې ۲۶ بیلا بیلی استخباراتي ادارې دي.هغه اووېل:
” که زه دا معلومات ستاسو سره شریک کړم نو نه یواځې دا چې زه ورته ګوته به خله یم تاسو به هم ډیر حیران شۍ. ده اووېل چې فیصله شوې ده چې د دغه استخباراتي ادارو تر مینځ د معلوماتو شریکولو په غرض یو Joint Coordinator یا یو داسې رابطه کار هم ټاکلی شي تر څو دغه هدف ترلاسه کړي. داخله وزیر اووېل چې داسې چټک ځواک هم جوړولی شي. چې د ضرورت په وخت په فوري توګه د صورتحال مقابله وکړي. دا ځواک به په ټولو صوبو کې ځایې په ځایې کیږي. او دوي ته به هر وخت هواېي میدانونه پرانسي وساتل شي“.
تیر حکومت د امریکا او نورې نړۍ د غوښتنو سره سم د پوځي قیادت نه په وار وار هیله کړی وه چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات تر سره کړي. تر څو د ترهګرو پټې ژالې له منځه یوسي. خو ولې دغه غوښتنه ونه منل شوه.
د نواز شریف حکومت په نوې تګلاره کې په دې خبره ډیر ټینګار کړی چې د ترهګرو پټ ځایونه به په مستقېمه توګه په نښه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG