لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک لبیک مشر دعوه کوي حکومت ورسره نورې خبرې هم منلې


د اسلام آباد سره نژدې د احتجاج کونکې مذهبي ډلې تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي دعوه کوي چې حکومت ورسره د شوي لوظنامې نه پرته نورې ډیرې خبرې هم منلي چې ولس ته یې پته نشته. دا خبر د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون رپورټ کړی دی.

د رپورټ ترمخه، ښاغلی رضوي وايي حکومت ورسره منلي ده چې د مذهب د سپکاوي د قانون دلاندې چې کومو خلکو ته سزاگانې اورول شوي دي هغوی سره به نه خو څه نرمي کولی شي او نه به ورته هیواد نه د بهر تگ اجازت ورکولی شي.

خبر وايي حکومت ورسره دا خبره هم منلې چې د پنجاب د قانون وزیر رانا ثنا الله به د دیني عالمانو یوې ډلې ته وړاندې کیږي او د قادیانانو په حق کې د خپلو خبرو وضاحت به کوي. ددغه مجوزه ډلې مشري به د خادم رضوي یو نایب پیر افضل قادري کوي او د رانا ثناالله د قسمت فېصله به کوي.

د ښاغلي رضوي دغې دعوې ته حکومت تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

ورځپاڼه وايي ښاغلی رضوي دعوه لري چې حکومت ورسره په دې خبره هم راضي شوی چې د سکولونو او کالجونو په تعليمي نصاب کې د نور مذهبي مواد شاملولو په لړ کې به د تحریک سره صلاح مشوره کوي.

ښاغلي رضوي ویلي حکومت منلې ده چې د مذهب د سپکاوي مقدمو (قضیو) په رجسټر کولو کې او د لوډسپیکر په استعمال کې به حکومت نرمي پیدا کوي.

ورځپاڼه وايي خادم رضوي غوښتي چې حکومت د عافیه صدیقي د ازادۍ دپاره هر ممکن کوښښ وکړي. عافیه صدیقي ته د امریکې یو عدالت د ترهگرۍ په سر د ٨٨ کلونو قید سزا ورکړې ده او دا وخت د ټېکسس ریاست په زندان کې بندي ده.

د تحریک سره معاهده د مېجرجنرال فېض حميد په نوم پوځي افسر لاس لیک کړې ده. تحریک سره په معامله د اسلام اباد هايي کورټ، پاکستانۍ ورځپاڼو په خپلو اداریو کې او په سوشل میډیا د پوځ په کردار سخت ټکونه شوي دي.

خبریال او څیړونکي فهد حسین په ټوېټر لیکلي چې د تحریک او د حکومت ترمنځ معاهده د پاکستان د انگریزۍ ژبې لوستونکې حلقو کې د خوشحالۍ سبب نه دی. "دا داسې ده لکه چې زمونږ څوک نژدې تن مړ شوی دی."

د نورو خبرو تر څنگ، د تحریک سره د حکومت د لوظنامې په ترڅ کې د قانون وزیر زاهد حامد د خپلې څوکۍ نه اسعتفا ورکړه.

په لوظنامه کې ليکل شوي چې تحریک لبېک يوه پُرامنه ډله ده او په هيڅ قسمه تشدد او بدامنۍ يقين نه ساتي.

د معاهدې ورسته د تحریک کارکونکو د اسلام اباد سره نژدې د فیض اباد په مقام خپله ناسته ختمه کړه.

په سوشل میډیا یو وډیو هم خپور شوی دی چې پکې لیدل کیږي د پاکستان د امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې یو لوړ رتبه افسر مظاهره چیانو ته لفافې ورکوي. په وډیو کې یو غږ اوریدل کیږي چې وايي دا ١٠٠٠ روپۍ دې چې هر تن ته ورکړیږي. چارواکو ددې په وضاحت کې ویلي دغه پېسې خلکو ته د بیرته رتگ دپاره کرایه ورکړی شوي ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG