لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او پاکستان يو بل ته د ايټمي تنصيباتو فهرستونه ورکړي


په 31 دسمبر 1988ء کې دترسره شوي دغه تړون لاندې ددواړو هيوادونو حکومتونه هر کال دجنورۍ په مياشت کې ددغو فهرستونو دراکړې ورکړې پابند دي
په 31 دسمبر 1988ء کې دترسره شوي دغه تړون لاندې ددواړو هيوادونو حکومتونه هر کال دجنورۍ په مياشت کې ددغو فهرستونو دراکړې ورکړې پابند دي

پاکستان او هند پخپل مينځ کې په ايټمي تنصيباتو دبريدونو دنۀ کولو په اړه ديو تړون لاندې ددغه نوعيت دخپلو تنصيباتو فهرستونه يو بل ته ورکړي دي.
په 31 دسمبر 1988ء کې دترسره شوي دغه تړون لاندې ددواړو هيوادونو حکومتونه هر کال دجنورۍ په مياشت کې ددغو فهرستونو دراکړې ورکړې پابند دي.
دخارجه وزارت څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دپاکستاني تنصيباتو فهرست اسلام اباد کې جوړ دهندي هائي کميشن اړونده لوړپوړي چارواکي ته سپارل شوى، او هند خپل فهرست په نوي ډيلي کې پاکستاني هائي کميشن ته سپارلى.
په ايټمي تنصيباتو دبريد نۀ کولو دغه تړون دکال 1991ء دجنورۍ دمياشتې څخه دعمل وړ شوى ؤ او دفهرستونو تبادله په لمړي ځل هم په دغه ورځ شوې وه.
دبرطانيې څخه دازادۍ ترلاسه کولو وروستو دپاکستان او هند ترمينځ درې جنگونه شوي، او مئ 1998ء کې لمړى هند او جواباً پاکستان دايټمي وسلو تجربې کړې وې.
دجنوبي ايشياء ددغو دواړو روايتي رقيبو هيوادونو اړيکې نومبر کال 2008م کې دهند په اقتصادي مرکز ممبۍ کې دترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو څخه وروستو تاؤژنې شوې وې ، ددغو بريدونو له امله 2004م کې شروع شوى جامع دامن مذاکراتو عمل هم دځنډ ښکار شوى ؤ.
خو د2011ء په لمړو مياشتو کې دوه اړخيزو اړيکو کې ښه والى راغلى او دلوړپوړو عهديدارانو دهيئتونو په کچه دخبرو ترڅنگ دپاکستان او هند دخارجه وزيرانو ترمينځ هم مذاکرات وشول چې پکې دواړو خواؤ اړيکو کې ديو نوي باب رقم کولو په ضرورت اتفاق کړى ؤ.
دجامع امن مذاکراتو لاندې ددواړو هيوادونو دلوړپوړو چارواکو ترمينځ دروايتي او ايټمي حادثاتي جنگ امکاناتو کمولو په اړه تيره اوونۍ اسلام اباد کې دوه اړخيزه خبرې اترې هم وشوې خو په پايې کې يې دکوم يادولو وړ پرمختگ اعلان ونۀ شو.
دپاکستان دخارجه وزارت وينا وه دروايتي او ايټمي وسلو په اړه دباور جوړونې دموجوده گامونو جاج واخستل شو او پخپل مينځي توگه دمنلو وړ گامونو امکاناتو لټولو باندې هم اتفاق شوى.
غونډه کې عهديدارانو دپاکستان او هند ترمينځ دايټمي وسلو په اړه دحادثاتو کمولو دتړون تر راتلونکو پينځوؤ کلونو لپاره دپراختيا دسفارش هم فيصله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG