لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نیوکو ترڅنګ سرشمیرنه (مردم شماري) پیل شوې


د پاکستان د نورو برخو په شمول د پښتونخوا په ۱۳ ضلعو، اورکزۍ ایجنسې، او د بلوجستان په ۱۵ ضلعو کې به د پوښتنو سره مخ د خلکو د شمیرنې یا مردم شماري پیل شوې.

په هیواد کې ۱۹ کاله وروستو د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه د سرشمیرنې یا مردم شمارۍ کار پیل شوی او په لومړي پړاو د کورونو د شمیرنې عمل (د جمعې په ورځ ) سر ته رسیدلی دی. د سرشمیرنې په لومړي پړاو کې په ګرد پاکستان کې په ۶۳ ضلعو کې دغه عمل پیل شوی.

په پاکستان کې مردم شماري په سیاسي توګه یوه تاوده موضوع ګڼل کیږي. دا ځکه چې د هیواد ملي وسیلې، پارلیماني څوکو کې د صوبو برخه، د روزګار او د ترقۍ لپاره د پیسو ویش د مردم شمارۍ په حساب ټاکل کیږي. د مردم شمارۍ په اوسني حساب کتاب کې پنجاب د نورو صوبو نه زیاته ابادي لري او هم دغه شان د پاتې دریو صوبو نه په ملي وسیلو کې د نیمې نه زیاته برخه لري.

د مردم شمارۍ په لومړي پړاو کې به د پښتونخوا پیښور، مردان، صوابۍ، چارسده، نوښار، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، هنګو، ایبټ اباد، هري پور، مانسهره، بټګرام، تورغر او د پاکستان قبایلي سیمې اورکزۍ ایجنسۍ کې د هر تن د شمیرنې عمل صبا پیل کیږي. د پښتونخوا د سر شمیرنې محکمې یو چارواکی ویلي په لومړي پړاو کې به ۱۱۰۰۰ ټیمونه برخه اخلي.

د پاکستان بلوچستان ایالت په ۱۵ ضلعو کې په لومړي پړاو کې سر شمیرنه د کوټه، پشین او موسه خیلو په شمول د بلوڅ میشتو ۱۳ نورو ضلعو کې کیږي. په بلوچستان کې د سر شمیرنې په عمل کې د ۴۰۰۰ نه سوا کار کونکي برخه اخلي.

په سر شمیرنو نیوکې او شکونه:

د پاکستان قامي وسیلو سره د سر شمیرنې د تړاو له امله د دریو صوبو پښتونخوا، بلوچستان او سند مشران تل په مرکزي حکومت او پنجاب صوبه باندې نیوکې کوي او د مردم شمارۍ عمل ته د شک په نظر ګوري. په اوسنې سر شمیرنه تر ټولو غټه نیوکه دا ده چې په اېين کې د ټاکل شوي وخت نه د نهه کاله ځنډ وروسته کیږي. د یادو دریو صوبو مشرانو په مرکز او پنجاب تور لګوو چې د سر شمیرنې نه کولو په لار کې خنډان اچولي وو.

دویمه نیوکه دا ده چې یادې صوبې ګیله کوي په تیرو سر شمیرنو کې د دوي ابادي کمه ښودل شوی. دوي دا هم وایي چې د ترقۍ پیسې د زیاتې وروستو پاتې سیمو ته ورکړل شي. په اوس وخت کې په ملي بجټ کې د ترقۍ لپاره تر ټولوزیاته برخه، د ابادۍ په حساب، پنجاب ته ورکول کیږي.

د سر شمیرنې په اوسني بهیر دریمه غټه نیوکه دا ده چې ولې حکومت د شمیرنې په اسنادو کې پنسل کاروي. د پاکستان پيپلز ګوند او متحده قامی موومينټ سياسی مشرانو ویلي د سرشميرنې په عمل کی کاریدونکې کچه سياهی یا (پنسل) ورانیدی شي. د پښتونخوا د سرشمیرنې یو چارواکي نن ډیوه ریډیو ته ویلي د کور شمیرنې او سر شمیرنې لپاره د کچه پنسل استعمال غیر قانوني دی.

د پاکستان د روانې مردم شمارۍ څلورم او ډیره مهمه نیمګړتیا دا ده چې د کور او سر د شمارلو دا ټول عمل د نړیوالو څارونکو بغیر روان دی. د ملګرو ملتونو د ابادۍ د څانګې یو پخوانی چارواکی ډاکټر نظام الدین وايي، پاکستان د سر شمیرنې د څار لپاره بهرنو څارونکو ته بلنه نه ده ورکړې.هغه وايي بله نیمګړتیا يې دا هم ده چې د سر شمیرنې د پیل نه مخکې د خبرتیا لپاره کافي کار نه دی شوی.

پاکستان کې سرشمیرنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:35 0:00

د ۲۰۱۷م سر شمیرنه کې قبایل چرته دي؟

د قبایلي سیمو لپاره روانه سر شمیرنه د جګړې په حالت کې کیږي. د قبایلي سیمې اوسیدونکي د طالبانو او د پاکستان د پوځ د ضرب عضب په نوم د پوځي اپریشن نه بې کوره، بې وطنه او لا ستړي ستومانه وو چې د سر شمیرنې نه څو ورځې وړاندې پوځ د ردالفساد په نوم د لا بل اپریشن اعلان وکړو. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه په خپله ویب پاڼه ښايي چې شمالي وزیرستان کې کلي او ښار ګوټي کنډر، کورونه بې چته او لارې کوڅې د خلکو خالي دي.

د خیبر، دواړه وزیرستانونو، کرمې، اورکزۍ، مومند او باجوړ نه په زرګونو خلک اوس هم خپلو کورونو ته ستانه شوي نه دي. په پاکستان کې د قدرتی افتونو په وخت د مرستو قامي ادارې ايف ډي ايم ای چارواکو ویلي، د قبايلي سيمو نژدې ٦٣ زره کورنۍ (۴،۴۰۰۰۰ خلک) خپلو سيمو ته د بيرته ستنيدو نه انکاري دي.د حکومتي قانون تر مخه دوي به په سر شمیرنه کې ګډون کوي خو ابادي به يې په خپلو پلارنو (قبایلي) سیمو کې نه شمارل کیږي. هم دغه وجه وه چې نن د قبايلی سيمو پارليماني غړو د پارليمان نه واک اوټ کړی.

د پاکستان قبايلي سيمو نه د پارليمان غړي وايي حکومت څنګه د قبايليوګړو کره معلومات اغستی شي چې د نيمی نه زيات خلک د کډ والۍ ژوند کوي.د پاکستان مرکزي حکومت وايي چې کوم خلک د خپلو کورونو نه بهر ژوند کوي هغوي دې هم هلته شمار شي.

سرشمیرنه – یوه تاریخي لانجه

پاکستان کې سر شمیرنه تل لانجمنه پاتې شوې ده. د پاکستان اساسي قانون وايي هر لس کاله وروسته سرشمیرنه پکار ده. خوپاکستان کې د صوبو تر منځ په ملي ګټو باندې پټه او ښکاره جګړه اکثره د سر شمیرنو په وخت باندې د نه کولو یو لوې علت دی.

وروستي راپورونه وايي پنجاب کې د ابادې کچه د پخوا په پرتله لږه کمه شوې ده. که داسې وي نو دا به د نورو دریو صوبو په ګټه وي. د پاکستان د انګریزۍ ژبې ډان ورځپاڼه کې یو رپورټ ویلي وو چې کیدی شي له دغه ویرې له امله پنجاب نه غوښتل چې اوسنۍ سر شمیرنه اوشي.

پاکستان کې تیر ځل سرشمیرنه په کال ۱۹۹۸ کې شوې وه. د هغې سر شمیرنې ترمخه په ټولو وسیلو کې د پنجاب برخه د نیمې نه زیاته ده. په پارلیمان کې هم پنجاب تر ټولو زیاتې څوکۍ لري.

په کال ۱۹۷۱م کې د پاکستان د تقسیم وړاندې د قامي وسیلو شمیر د ابادۍ په حساب نه وو. د هغه وخت د پنجاب واکمنانو د ملي وسیلو ویش د برابرۍ په حساب کیښودی وو. معنا يې دا وه چې د لږې ابادۍ اوسني پاکستان او د ډیرې ابادۍ د هغه وخت بنګال (اوسنی بنګله دیش) په ملي وسیلو کې یو شان برخه لرله. د بنګال د بیلیدو وروسته، اوسني پاکستان د ملي وسیلو د ویش فارمولا بیا بدله کړه او اوس دغه ویش د ابادۍ په حساب کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG