لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا په ۷ وکټو پاکستان ته ماتې ، سيريز يې وگټو


سري لنکا د ۱۰۳ رنزونو هدف په ۱۸م اوور کې د درې لوبغاړې په سوځېدو پوره کړه ، او مېچ يې وگټلو .
سري لنکا د ۱۰۳ رنزونو هدف په ۱۸م اوور کې د درې لوبغاړې په سوځېدو پوره کړه ، او مېچ يې وگټلو .

د سري لنکا لوبډلې پاکستان ته د درې مېچونو په اخرنې مېچ کې په ۷ وکټو ماتې ورکړه ، او په ۱ـ۲ مېچونو يې سيريز په خپل نوم کړو . سري لنکا د درې ورځني سيريز نه واړندې د دوه ټېسټ مېچونو سيريز هم گټلی ؤ .

د سري لنکا په دمبولا کې د پاکستان کرکټ ټيم لومړی بيټنگ کړی او ټيم يې په ۳۲.۱ اوورونو کې په ۱۰۲ رنزونو اؤټ شوی ؤ .

سري لنکا د ۱۰۳ رنزونو هدف په ۱۸م اوور کې د درې لوبغاړې په سوځېدو پوره کړه ، او مېچ يې وگټلو .

د پاکستان ټيم د لوبې په سرکې د ستونځو ښکار شو ی ، او په دوهم اوور کې يې لومړی بېټسمېن شرجيل خان په صفراؤټ شو ی ، او بيا پرله پسې د نورو لوبغاړو د اؤټ کېدو لړۍ روانه وه .

د پاکستان لخوا زيات رنزونه فواد عالم په ۷۳ بالونو په ۳۸ رنزونو جوړولو کې کامياب او اؤټ شوی نه ؤ .

پاتې نورو لوبغاړو کې زيات رنزونه کپتان مصباح الحق په ۳۰ بالونو ۱۸ رنزونه جوړ کړل ، احمد شهزاد په ۱۰ رنزونو ، محمد حفيظ په ۱ ، عمر اکمل او شعيب مقصود په ۷ ـ ۷ ، شاهد افريدي په ۲ ، وهاب رياض په 0 ، سعيد اجمل په ۶ او محمد عرفان په ۵ رنزونو اؤټ شو .

د سري لنکا لخوا پريرا څلور او پرېساد دوه وکټې اخيستې وې .

پاکستان د مېچ ټاس گټلی او د لمړي بيټنگ کولو فېصله يې کړی وه .

په نني مېچ کې پاکستان خپل ټيم کې يو لوبغاړی بدل کړی ، او د جنېد خان په ځايي يې سعيد اجمل په ټيم کې شامل کړی ؤ .

د پاکستان او سري لنکا ترمينځ د درې مېچونو د سيريز په لمړي مېچ کې پاکستان ـ سري لنکا ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې وه او دوهم مېچ بيا سري لنکا په ۷۷ رنزونو گټلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG